کندوز-ايبک (پژواک ٢٣ غويى ٩١): په کندوز او سمنګان ولايتونو کې د سېلابونو د راوتو له امله تر ١٥٠ ډېر د هستوګنې کورونه زيانمن شوي، ٢٠٠ څاروي له منځه تللي او سېلاب ځپلو خلکو هم شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې ده.
د کندوز ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې رييس مير اقا اعتبار وايي، چې دغه سېلابونه تېره شپه تر تېز باران وروسته راغلل، چې تر اويا زيات د هستوګني کورونه يې د چهاردرې په ولسوالۍ او دېرش نور کورونه يې د کندوز ښار د عسقلان په سيمه کې ونړول.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سېلاب ځپلو تېره شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې او اوس هم ډېرى يې د خپلو خپلوانو کورونو ته تللي دي.
د چهاردرې ولسوالۍ د قوش تېپه کلي اوسېدونکى ٤٠ کلن نياز محمدوايي چې سېل د ده کور اتيا سلنه ړنګ کړى او شپه يې له سرپناه پرته تېره کړې، خو اوس د خپلې کورنۍ له غړو سره په نږدې کلي کې د خپلوانو کره تللى دى.
هغه زياته کړه: ((سېل موږ ته د دې وخت رانه کړ چې خوراکي توکي او د کور سامان وباسو، ټول سېل يوړل او يوازې د خپل ځان او بچيانو ژوند مې وژغوره.))
د کندوز له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس وويل، چې په دې پېښه کې دوه سوه څاروي تلف شوي، د غنمو او خټکيو تر ٥٠٠ جريبه زيات کښتونه هم له منځه تللي دي.
٣٣ کلن علي محمد د کندوز ښار د عسقلان د سيمې يوه اوسېدونکي وويل: ((زه مالداره يم، پنځوس پسونه مې درلودل، د شپې سېل راغى او لس پسونه مې تلف شول او کور مې هم ونړېد.))
دغه مالدار زياتوي، چې ټول شته يې د سېلاب له امله له لاسه ورکړي، له دولت څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه.
خو د کندوز له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس وايي، چې د دوى د څېړنې ټيم سېلاب ځپلو سيمو ته تللى او له زيانمن شوو سره به له سروې وروسته د سرې مياشتې د رياست او د خوراک د نړيوال سازمان WFP په مرسته د جامو او خوراکي توکو مرسته وکړي.
سرچينې زياته کړه، چې دغو سېلابونو ځاني زيان نه دى اړولى، خو درې اونۍ وړاندې د يوې کورنۍ درې ماشومې نجونې، د کندوز ولايت د لرخابي قشلاق په کلي کې د سېلاب له امله مړې شوې وې او يوه ټپي وه.
په سمنګانو ولايت کې هم سېلابونو درانه زيانونه اړولي دي.
د سمنګان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس رجب علي يوسفي وايي، د لېږل شوو پلاوو د څېړنو له مخې، چې د حضرت سلطان او مرکز ايبک له زيانمنو سيمو څخه يې ليدنه کړې، ٤٨ کورونه، ١٢ سربندونه، د زراعتي اوبو اوه کيلومتره کانال، پنځه پلونه، پنځه ژرندې، لس دوکانونه او هوټل وران شوي او د څلورو جريبو ځمکې په کچه کښتونه له منځه تللي او لس څاروي، زيانمن او له منځه تللي دي.
د دشت ايبک د کلي اوسېدونکي ٤٧ کلن محمد هاشم وويل: ((سېل زما د کور منځ ته راغى، د انګړ دېوال يې چپه کړ او ټوله شپه مې له خپلې کورنۍ سره تر شنه اسمان لاندې تېره کړه.))
هغه هم له دولت څخه د خوراکي توکو د مرستې غوښتنه وکړه.
د سمنګانو ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس هم وايي، چې تر اوسه له سېلاب ځپلو سره هېڅ مرسته نه ده شوې، خو د مهاجرت نړيوال سازمان (آى، او، اېم) او د خوړو نړيوال پروګرام ژمنه کړې، چې د پلاوي تر کره سروې وروسته به ډېر ژر سېلاب ځپلو ته د خوراکي او نورو توکو مرسته ورسوي.
د يادونې ده، چې د غويې د مياشتې په لومړيو کې په ځينو ولايتونو او په تېره بيا په بغلان او بلخ کې د سېلابونو له امله ٤٧ تنه مړه شوي وو، ٢٧ نور لا درکه وو او تر ١٤٠٠ زيات د هستوګني کورونه زيانمن او سلګونه څاروي له منځه ولاړل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن