چغچران (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د غور ولايت د شهرک ولسوال د ريموټ کنټرول ماين په چاودنه کې سخت ټپي او زوى يې ووژل شو.
د غور ولايت سرپرست او امنيه قوماندان سمونوال دلاور شاه دلاوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شهرک پر ولسوال امير سراج نن سهار (د غويي ٢٣مه) هغه مهال د ماين چاودنه وشوه، چې خپل دفتر پر لاره وو.
دلاوري وايي، چې دغه ماين په يو موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوى وو.
سرچينې زياته کړه، چې په دې چاودنه کې ولسوال سخت ټپي شوى او زوى يې وژل شوى دى.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي، ټاکل شوې د شهرک ولسوال د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې هغوى په دې چاودنه کې د شهرک ولسوال له يوه ساتونکي سره وژلى دى.
دى وايي، چې دغه کار يې د الفاروق عملياتو په لړ کې ترسره کړى دى.
طالبانو تېره اونۍ د الفاروق په نوم د عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ، چې په وينا يې په دغو عملياتو کې به د بهرنيو سرتېرو سربېره لوړپوړي دولتي چارواکي، د ملي شورا غړي، د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو منسوبين، د سولې د عالي شورا غړي او ټول هغه کسان، چې د طالبانو پر ضد فعاليت کوي، په نښه کوي.
خو د ملي دفاع وزارت دغه کار يو تبليغاتي جګړه بولي او وايي، چې د هېواد ملي ځواکونه د هر ډول بريدونو دفع کولو ته چمتو دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن