ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د بامیانو او د سوېلي ولایتونو د برېښنا پروژو د بشپړولو سپارښتنه وکړه

author avatar
12 May 2012 - 18:44
author avatar
12 May 2012 - 18:44

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩١): ولسمشر حامد کرزي اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د بامیانو او د سوېلي ولایتونو د برېښنا پر پروژو باندې کارونه ګړندي کړي.

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د غويي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي دغه سپارښتنه په هغې فوق العاده غونډه کې وکړه، چې په کې د مالیې، اقتصاد او د انرژۍ او اوبو وزیرانو د برېښنا شرکت ريیس، د امریکا سفیر، د اسیا د پراختیایي بانک استازي او یو شمېر نورو ډونرانو ګډون کړى وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر ټینګار وکړ چې د بامیانو او د سوېلي ولایتونو د برېښنا پر پروژو دې کار ګړندی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې غونډه کې ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د برېښنا پروژو پر اهمیت خبرې وکړې او د افغانستان د حکومت پر اړوندو چارواکو او ډونرانو یې ټینګار وکړ، چې دغه پروژې دې رامخکې او پر هغو دې کار چټک کړي.

 په غونډه کې له هراړخیز غور او بحث وروسته، په دې باندې موافقه وشوه چې د کابل له وارداتي برېښنا څخه دې د پکتیا او لوګر ولایتونو ته د ۲۰۱۲زېږديز کال د اګست په میاشت کې د برېښنا د مزو غځولو چارې پیل او د یوه کال په ترڅ کې دې دغه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته دې وسپارل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، همداراز د بامیانو د برېښنا پروژې، له کابل څخه کندهار ته د برېښنا مزي د غځېدو او د هلمند د کجکي برېښنا بند په اړه هم په دې غونډه کې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د بامیانو د برېښنا او د کجکي د برېښنا پروژو عملي کار دې سږکال پیل او د یوه کال په موده کې دې بشپړ شي.

حامد کرزي په دغې غونډه کې د افغانستان د حکومت اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د روان لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې دې د برېښنا انرژۍ عمومي ماسترپلان ګټې اخیستنې ته وړاندې او ټول ډونران او د افغانستان د حکومت ټولې اړوندې ادارې دې د هغه له مخې خپلې چارې عیارې کړي.

په غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه چې د امریکا متحده ایالات به د کابل، لوګر او پکتیا د برېښنا د پروژې چارې د روان زېږديز کال د اګست په میاشت کې پیلوي او د راتلونکي ۲۰۱۳ کال د اګست په میاشت کې به یې ګټې اخیستنې ته سپاري.

سرچينه زياتوي، د بامیانو د برېښنا د پروژې لپاره ټول شپږ میلیونه ډالره ژمنه شوې ده، چې د اوبو د وړو دستګاوو له لارې یو مېګاواټ برېښنا د اسیا د پراختیایي بانک په پیسو د افغانستان د برېښنا شرکت او له کابل څخه کندهار ته د برېښنا د مزي لېږد د امریکا د پراختیایي ادارې له خوا په ممکن لنډمهال کې تر لاس لاندې نیول کېږي.

په دغې غونډه کې  ولسمشر د برېښنا پروژو د ظرفیتونو پر لوړوالي باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان د حکومت اړوندې ادارې او ډونران باید په خپلو کې سره په بشپړې همغږۍ د پروژو ظرفیت او کیفیت په جدي ډول په پام کې ونیسي او کومې ژمنې چې د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا له افغانانو سره کېږي، باید په ښه وجه او پر خپل وخت پلې شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.