ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د ستراتيژيک سند ملاتړ وشو

author avatar
12 May 2012 - 18:35
author avatar
12 May 2012 - 18:35

خوست ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩١): په خوست کې سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنې غړو او دولتي چارواکو د يوې لويې غونډې پر مهال له امريکا سره له ستراتيژيک سند څخه د خپل ملاتړ ترڅنګ په بشپړ ډول د دې سند د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه د غويي په ٢٣مه، د خوست ولايت په دولتي مېلمستون کې جوړه شوې وه.

د غونډې يو شمېر برخه والو په خپلو خبرو کې د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د ستراتيژيک سند لاسليک کول، د افغانستان په ګټه وباله او له دواړو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې دې سند ته ژمن پاتې شي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په يادې شوې غونډه کې د خوست خلکو ته وويل، چې له امريکا سره د ستراتيژيک سند لاسليک کول د افغان دولت له مهمو اقداماتو څخه ګڼل کېږي.

هغه زياته کړه، چې د دې سند لاسليک کول د افغانستان د پايښت، پرمختګ او د ستونزو د حل لپاره ډېر مهم او اړين دي.

نعيمي وويل: ((که غواړو چې راتلونکى افغانستان  پرمختللی، قوي او باثباته وي، نو بايد چې له يو شمېر هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه او اوږدمهاله همکارۍ ولرو.))

ديني عالم مفتي حبيب الرحمن د نورو ديني عالمانو په استازيتوب وويل، دوی ځکه د دې ستراتيژيک تړون ملاتړ کوي، چې د افغانانو ټولو غوښتنو ته په کې مثبت ځواب ويل شوی دی.

د نوموړي په وينا، دغه سند د دوديزې لويې جرګې پرېکړه ده چې د افغانانو له لوري شوې او اوس د هېواد د ولسمشر له خوا لاسليک شو.

خو نوموړي له افغان او امريکا دولتونو څخه وغوښتل، چې د دغه سند په پلي کولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغې غونډې ته په افغانستان کې د امريکا د سفارت استازي ايډوارډ بېسټېک، ياد شوي ستراتيژيک سند ته په اشارې سره وويل، چې د امريکا متحده ايالاتو حکومت او دغه راز نړيواله ټولنه غواړي، چې په افغانستان کې يو پياوړی نظام او قدرت شتون ولري.

د نوموړي به خبره، امريکا متحده ايالات او نړيواله ټولنه دې ته ژمن دي، چې په افغانستان کې يو ديمو کراتيک، سوله ييز او خپلواک نظام وي او زموږ هدف دا دی، چې په افغانستان کې يو ښه او پياوړی حکومت وي او د خلکو ستونزو ته ځواب ووايي.

د يادې شوې غونډې ګډونوالو د افغانستان او امريکا ترمنځ د شوي ستراتيژيک سند له امله د ايران غبرګون هم وغانده او غوښتنه يې وکړه، چې ګاونډيان دې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

افغانستان او امريکا د غويي په ١٣مه، د چهارشنبې په شپه د ستراتيژيکو همکاريو سند په کابل کې لاسليک کړ.

دغه سند د لسو کلونو (٢٠١٤ – ٢٠٢٤) لپاره دى او له مخې يې امريکا له افغانستان سره په پوځي، فرهنګي، اقتصادي او نورو برخو کې د يو لړ همکاريو ژمنې کړې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.