ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٤ قوماندانانو په ګډون د اتو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

د ٤ قوماندانانو په ګډون د اتو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
13 May 2012 - 18:09
د ٤ قوماندانانو په ګډون د اتو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو
author avatar
13 May 2012 - 18:09

غزني ښار، اسعداباد (پژواک ۲۴ غويى ۹۱): افغان او ايساف چارواکو د څلورو طالب قوماندانانو په ګډون د اتو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.

د غزني د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزي د غويي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو او نړيوالو ځواکونو په ګډو عملياتو کې، نن سهار د دې ولسوالۍ د غونډې په سيمه کې د ملا فاتح په نوم د وسلوالوطالبانو يو مهم قوماندان له يوه بل قوماندان سره وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ياد قوماندانان په هوايي بريد کې وژل شوى او په دې عملياتو کې بل چاته زيان نه دى اوښتى.

ولسوال دا هم وويل، چې پرون مازيګر ناوخته د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د اندړو لپاره د وسلوالو طالبانو ټاکل شوى ولسوال له يو بل قوماندان سره وژل شوى دى.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان داوود شاه وفادار هم ياد عمليات تاييد کړل.

که څه هم وسلوالو طالبانو د يادو شويو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله ادعا کوي چې په غزني ښار کې يې اووه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

بل خوا ايساف ځواکونو په کونړ ولايت کې د څلورو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى دى.

په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دا عمليات نن د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې ترسره شوي او په کې ٤ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، وژل شوي کسان وسلوال وو او د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه راپور نه لري.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصف هم په وټه پور کې د يو شمېر کسانو وژنه تاييدوي؛ خو په دې اړه معلومات نه لري چې ملکي وګړي دي که وسلوال مخالفين.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي يوسف پژواک ته وويل، په دې عملياتو کې اته عام وګړي وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په يادو عملياتو کې د دوى کسان نه دي وژل شوي.

نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

Visits: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.