ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې يوه مور له درېيو ماشومانو سره ووژل شوه

په کندوز کې يوه مور له درېيو ماشومانو سره ووژل شوه

author avatar
13 May 2012 - 15:08
په کندوز کې يوه مور له درېيو ماشومانو سره ووژل شوه
author avatar
13 May 2012 - 15:08

کندوزښار (پژواک ٢٤ غويى ٩١): يوه ٢٨ کلنه مېرمن له خپلو درېيو ماشومانو سره د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې ووژل شوه.

پوليس وايي، چې ياده مېرمن له خپلو درېيو زامنو سره تېره شپه ناوخته د چهاردرې ولسوالۍ په عيسى خېل کلې کې پر ډزو وژل شوې ده.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ښځه او ماشومان يې د مامور په نوم د خپل لېور له خوا د کلاشينکوف پر ډزو ويشتل شوي دي.

حسيني وويل، چې دې مېرمنې خپل خاوند شپږ کاله وړاندې له لاسه ورکړى و او له ماشومانو سره يې په خپل کور کې ژوندکاوه، ماشومان يې اوه، اته او ١٣کلن وو او بل ماشوم يې نه درلود.

نوموړي زياته کړه، چې د وژنۍ لامل تر اوسه جوت نه دى او قاتل هم تښتېدلى دى، خو پوليس د هغه د نيولو په لټه کې دي.

خو په کندوز کې د بشر د حقونو يوې مدافع سرچينې پژواک ته وويل، چې د دې مېرمنې د ژوند ډيوه د ځمکې د ميراث او دا چې د خاوند له مړينې څخه وروسته يې ولې له لېوره سره واده ونه کړ، مړه شوه.

د کندوز د حوزوي روغتون يوه سرچينه وايي، چې د دې مېرمنې او ماشومانو مړي يې په داسې حال کې نن روغتون ته ور وړل شول، چې د هر يوه پر ځان څو ګولۍ لګېدلې وې.

د چهاردرې د عيسى خېل کلي اوسېدونکي ٣٠ کلن دادمحمد وويل، چې ده د شپې د ډزو غږونه واورېدل، خو شپه پخه وه، نو ځکه له کور څخه بهر نه شو.

هغه زياته کړه: ((دا کونډه ښځه ډېره بې وسه وه، له مشر زوى سره يې کار کاوه، سهار خبر شو، چې د مامور په نوم د خپل لېوره له خوا وژل شوې او نوموړي پښې سپکې کړې دي.))

د کندوز ولايت د ښځو چارو رييسې نادره ګياه د دې مېرمنې او ماشومانو وژنه يو ستر او د نه بښنې جنايت بولي او ويې ويل، چې پوليس بايد قاتل په بېړه ونيسې او په خپله سزا دې ورسوي.

نوموړې زياته کړه: ((چې د دې مېرمنې وژنه په هره پلمه چې وي، د ښځې او ماشوم په وړاندې يو جنايت دى او د ښځو او ماشومانو پر ضد تاوتريخوالى ښيي.))

د روان کال له پيل څخه تر دې دمه دا څلورمه ښځه ده چې په کندوز کې وژل کېږي، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د يوې ٢٥کلنې مېرمنې او د ١٨ کلنې نجلۍ او د کندوز په مرکز کې د ٣٠ کلنې مېرمنې د وژلو پېښې دي، چې زندۍ شوې او يا پر ډزو ويشتل شوې دي.))

د ښځو چارو رياست د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د دې پېښې عاملين تر اوسه نه دي نيول شوي.

د دغه رياست د شمېرو له مخې، تېر کال په کندوز کې د ښځو د تاوتريخوالي ١٧٠ پېښې له دوى سره ثبت شوې چې په کې د څلورو ښځو وژل او ډېرى تاوتريخوالي، د سارې په توګه وهل ټکول، جبري ودونه، د نفقې نه برابرول او داسې نور وو.

د کندوز د ښځو چارو مشره وايي: ((که د ښځو پر وړاندې همدا ډول تاوتريخوالي دوام ومومي، د ښځو پر ضد به د تاوتريخوالي کچه د تېر کال په پرتله دوه برابره شي.))

له بل پلوه په شمال زون کې د بشر د حقونو د کمېسيون مشر حيات الله اميري وويل، د ښځو او ماشومانو وژنه، چې په هره بڼه وي، د بشر د حقونو خلاف يوه کړنه او له بشري قوانينو سره په ټکر کې ده.

نوموړي زياته کړه، دولت بايد د هغو کسانو پر وړاندې چې له ښځو سره تاوترېخوالى کوي، سخت چلند وکړي او عاملين دې تر نيولو وروسته محاکمه کړي.

د يادونې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي و، چې په تېرو نهو کلنو کې د هېواد په کچه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ زره پېښې په دغه کمېسيون کې ثبت شوې دي.

د دغه کمېسيون د راپور له مخې، د تاوتريخوالي په يادو پېښو کې ډېرې يې کورنۍ پېښې وي، چې د خاوندانو له لوري ترسره شوې وې.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.