ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارسلان رحماني په کابل کې خارو ته وسپارل شو

author avatar
14 May 2012 - 19:36
author avatar
14 May 2012 - 19:36

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د مشرانو جرګې مشر او د سولې د عالي شورا غړو د مولوي ارسلان رحماني د تدفين په مراسمو کې له حکومت څخه د هغه د قاتلينو د نيولو او محاکمې غوښتنه وکړه.

ارسلان رحماني تېره ورځ د کابل په دهبوري سيمه کې د ناپېژاندو وسلوالو له خوا په ډزو ووژل شو او نن په کابل کې د مرنجان په غونډۍ کې د جنازې تر لمانځه وروسته خاورو ته وسپارل شو.

په دغو مراسمو کې يو شمېر دولتي چارواکو، د ملي شورا او د سولې د عالي شورا غړو، قومي مشرانو، د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې رييس مصطفى ظاهر او ځينو پخوانيو جهادي قوماندانانو ګډون کړى وو.

د نوموړي د تدفين تر مراسمو وروسته، د جنازې ګډونوالو ته په وينا کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا مشر قيام الدين کشاف او د سولې د عالي شورا غړي عبدالحکيم مجاهد په خپلو خبرو کې له حکومت څخه د رحماني د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، پر حکومت به ډېر فشار راولي چې د مولوي رحماني د وژلو پېښه وڅېړي او د افغانستان خلکو ته قانع کوونکى ځواب ورکړي.

مسلميار زياته کړه، حکومت مکلفيت لري چې د خپلو خلکو او په تېره بيا د دولتي چارواکو د ژوند ساتنه وکړي.

د مشرانو جرګې رييس وويل، چې حکومت بايد قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

غونډې ته د وينا پرمهال د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا مشر قيام الدين کشاف پر مخالفينو غږ وکړ، چې له مخالفت څخه لاس واخلي او په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون وکړي.

هغه وويل، چې وسلوال مخالفين بايد د جګړې پرځاى د سياسي مبارزې لار خپله کړي.

کشاف زياته کړه: ((ټولټاکنې به وښيي چې څوک څومره پلويان لري.))

کشاف په هېواد کې د سولې لپاره په کوردننه پر ملي يووالي ټينګار وکړ او پر ګاونډيو هېوادونو يې غږ وکړ، چې د دښمنۍ پرځاى د دوستۍ لار خپله کړي.

ده زياته کړه: ((ګاونډيو ته وايم چې تاسو په ورورولۍ کې څه بدي ليدلې ده، چې دښمني کوئ!))

ده وويل چې د هېواد د خلکو دښمنان، بايد ځنځيري وژنې پاى ته ورسوي.

 تېر کال د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني هم، په کابل کې په خپل کور کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

په همدې حال کې د چارو شنونکي، د مولوي ارسلا رحماني وژل کېدل په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره نه جبرانېدونکې ضايعه بولي او وايي، چې نوموړى د خپل نفوذ له امله هم دولت او هم طالبانو ته د باور وړ سړى و.

د سياسي چارو شنونکى محمد حسن حقيار وايي، چې رحماني په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د جهاد پرمهال د حرکت انقلاب اسلامي د ګوند مرستيال او د پراخ نفوذ خاوند و، چې د دې تنظيم غړي تر ډېره د طالبانو په ليکو کې ورګډ شول.

د ده په وينا، ارسلا رحماني د سولې په شورا کې تر ټولو فعاله او مطرح شخص، له مخالفينو سره د سولې پلوى و او رښتينې هڅې يې کولې، ترڅو روانه جګړه د سولې له لارې پاى ته ورسېږي.

ده زياته کړه: “مولوي صاحب رحماني داسې کس و چې د سولې لپاره يې ډېر کار کاوه، زړه سوى يې درلوده، غوښتل يې چې د افغانستان قضاياوې او جګړه، د سولې، تفاهم او مذاکراتو باندې حل شي، نورې وينې تويې نه شي.”

 د ده په باور، د رحماني تر وژل کېدو وروسته، اوسمهال د شورا په ترکېب او ان د حکومت په ترکيب کې داسې څوک نه ليدل کېږي چې د هغه د هڅو ځاى ناستى شي.

ده وويل چې رحماني د سولې په عالي شورا کې د ګوتو په شمار کسانو له ډلې و، چې نه شتون به يې د سولې عالي شورا روانې هڅې لا نورې هم ټکنۍ کړي.

حقيار زياته کړه: “اوس چې رحماني صيب ووژل شو، له طالبانو سره خبرې خو تردې وړاندې د ستراتيژيک تړون له امضا سره په ټپه درېدلې وې، نو ګومان کوم چې دا رکود به تر يوه حده پورې نور هم ژور شي.”

حقيار د “ملا داد الله محاذ” ډلې په اړه، چې د رحماني د وژلو مسووليت يې په غاړه اخيستى، په مستعار نوم د سيمې د استخباراتي کړيو کار وباله، چې غواړي په افغانستان کې له مخالفينو سره د سولې پروسه په ټپه ودرېږي او يا د هغوى له خوښې سره سم مخ ته لاړه شي.

مولوي رحماني د مشرانو جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون رييس او د طالبانو په رژيم کې د لوړو زده کړو مرستيال او له طالبانو سره د خبرو اترو يوه مهمه څېره وه.

نوموړى د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکى او په ١٣٢٣ لمريز کال کې زېږېدلى و.

دغه ديني عالم د ديني زده کړو ترڅنګ د فلسفې په برخه کې ځانګړې زده کړې کړې وې او د جهاد پرمهال د مولوي محمدنبي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مرستيال و.

کله چې په پېښور کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدينو عبوري حکومت رامنځ ته شو، مولوي رحماني د حج او اوقاف د وزير په توګه او وروسته د استاد رباني په حکومت کې لومړى د حج او اوقافو وزير او وروسته د صدارت مرستيال شو.

نوموړى د طالبانو له رامنځ ته کېدو سره له هغوى سره يوځاى شو او د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال په توګه وټاکل شو.

د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د حامد کرزي له حکومت سره يوځاى شو، لومړى د امريکا په تور ليست کې راغى، خو دوه کاله وروسته له ١٣ نورو کسانو سره له دغه ليسته وايستل شو.

مولوي رحماني د مشرانو جرګې په دواړو دورو کې د جرګې انتصابي غړى و او اوسمهال د سولې د عالي شورا غړى او د افغان بنديانو د خوشي کېدو د کمېسيون رييس هم و.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.