ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخالفينو ديوه مهم قوماندان دوژل کېدو خبر ورکړل شو

د مخالفينو ديوه مهم قوماندان دوژل کېدو خبر ورکړل شو

author avatar
15 May 2012 - 18:14
د مخالفينو ديوه مهم قوماندان دوژل کېدو خبر ورکړل شو
author avatar
15 May 2012 - 18:14

غزني ښار (پژواک ۲۶ غويى ۹۱): چارواکي وايي چې د غزني په خوګياڼو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى دى.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د غويي په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان او نړيوال ځواکونو، تېره شپه د غزني په خوګياڼو کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د وسلوالو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى او يو بل وسلوال ټپي دى.

بل خوا د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د اکمالاتي کاروان پر ساتونکو چاودنه شوې، چې له امله يې څلورو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د  غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد پژواک ته وويل، دوى ته له اندړ څخه څلور کسان وروړل شوي، چې يو يې مړ او درې ټپيان دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوود شاه وفادار، هم مني چې پر ساتونکو چاودنه شوې ده؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

نوموړي د مخالفينو دا ادعا رد کړه، چې ګوندې په چاودنه کې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې يې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژبله اړولې ده.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.