ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه پوليس ټپيان شول

دوه پوليس ټپيان شول

author avatar
15 May 2012 - 18:30
دوه پوليس ټپيان شول
author avatar
15 May 2012 - 18:30

کندوز ښار (پژواک ٢٦ غويى ٩١): په کندوز ولايت کې د ماين په چاودنه کې دوه پوليس ټپيان او يو شمېر کسان له طالبانو سره د اړيکو او ماين اېښودلو په تور ونيول شول.

 پوليس وايي چې دا چاودنه نه سهار شاوخوا ٨:٣٠ بجې، د کندوز ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د سه درک په سيمه کې د رنجر موټر په وړاندې، چې د هوايي ډګر په لور روان و، رامنځ ته شوه.

 د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ماين د دولت د وسلوالو مخالفينو له لوري له لرې واټن څخه الوځول شوى، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس ژوبل او د هغوى رنجر يوه اندازه زيانمن شوى دى.

 خو نورالله، چې له دې چاودنې دوه سوه متره لرې د خوراکي توکو هټۍ لري، وويل چې چاودنه درنه وه او رنجر موټر يې چپه کړى دى.

 د نوموړي په وينا، وروسته پوليس راغلل او له سيمې څخه يې په وينو ککړ دوه پوليس ولېږدول.

 له بل پلوه د کندوز امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره وويل، چې تېره شپه د چټک غبرګون قطعې د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر له چهل تپه سيمې څخه دوه تنه له يوه کور څخه، چې پر ماين جوړولو بوخت وو، ونيول.

 نوموړي زياته کړه، چې له هغوى څخه څو ماينونه، وسايل او د ماين جوړولو مهمات ترلاسه شوي دي.

 د قطره په وينا، دا دوه تنه د طالبانو له مهمو غړو څخه وو، د سړک غاړې د ماين په جوړولو کې يې ځانګړې تجربه درلوده او غوښتل يې چې د کندوز- شېرخان بندر د لويې لارې په اوږدو کې، چې يوه سوداګريزه او د ناټو اکمالاتي لار ده، ماينونه خښ کړي. همداراز هغوى د ماين په چاودنه کې چې د روانې مياشتې په لومړيو کې په امام صاحب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه او په ترڅ کې يې د پوليسو يو افسر او دوه پوليس ووژل شول، هم ښکېل وو.

 يو شکمن چې لاسونه يې ځولانه وو، خبريالانو ته وويل چې هغه پخوا له طالبانو سره اړيکې نه درلودې؛ خو دوه ورځې مخکې يو طالب د ماين جوړولو ياد تجهيزات د هغه کور ته راوړي او له هغه څخه يې غوښتي و، څو د دې ماينونو په جوړولو، لېږد او ساتنه کې له هغوى سره مرسته وکړي.

 نوموړي زياته کړه: ((زه له خپلې کړنې څخه پښېمانه يم او نور به هېڅکله داسې ونه کړم.))

 دا په داسې حال کې ده چې درې اونۍ وړاندې، يو تن له ريموټ کنټرول ماين سره د کندوز ښار د ګولايي په سيمه کې د پوليسو د يوه قراردادي تېلو ټانک ته څېرمه، چې د تېلو اخيستلو لپاره به د پوليسو لسګونه موټر هلته درېدل، هم نيول شوى و.

 همدارنګه د ايساف ځواکونه وايي، چې د طالبانو د يو مشهور قوماندان د نيولو په خاطر يې د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره ګډ عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې له طالبانو سره د اړيکو په تور يو شمېر کسان ونيول.

 هغه خبرپاڼه چې د ايساف مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک اژانس ته رارسېدلې، د نوموړي د برخليک په اړه يې څه نه دي ويلي؛ خو کاږلي يې دي چې نوموړى د سړک غاړې په ماين اېښودلو او د افغان او بهرنيو ځواکونو په ضد د بريدونو په پلان او تنظيمولو کې ښکېل و.

 د سرچينې په وينا، همداراز د طالبانو دې غړي په علي اباد ولسوالۍ کې د دولت پر وسلوالو مخالفينو  وسلې او مهمات وېشل او وسلوال کسان يې له يوځاى څخه بل ځاى ته لېږدول.

 وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.