ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څلورو قوماندانانو په ګډون شپږ طالبان ووژل شول

author avatar
16 May 2012 - 12:22
author avatar
16 May 2012 - 12:22

غزني ښار (پژواک ۲۷ غويى ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې څلور طالب قوماندانان او دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

په غزني ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داود شاه وفادار د غويي په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شپږ بجې د عملياتو په ترڅ کې د اندړو ولسوالۍ د حاجي، برګم او يو شمېر نورو سيمو کې د وسلوالو طالبانو څلور قوماندانان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، له دوى څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو او بهرنيو ځواکونو له لوري پيل شوي، چي اوس هم (د ورځې ١٢بجې)  دوام لري.

قوماندان وويل، چې په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.

د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزى هم ياده پېښه مني او وايي، چې د وسلوالو طالبانو څلور قوماندانان نن سهار وژل شوي دي.

د ده په خبره، چې يادو قوماندانانو په اندړو ولسوالۍ کې د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو پر ضد فعاليتونه کول.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ ناوخته د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ نښته رامنځ ته شوې، چې دوه تنه په کې وژل شوي دي.

د اندړو ولسوال پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ د کنسف په سيمه کې د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ په نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د ده په وينا، دواړو خواوو پر يو او بل سپکې او درنې وسلې کارولې، چې تر دوو ساعتونو پورې دغې جګړې دوام وکړ.

د سيمي اوسېدونکي هم دغه نښته مني او وايي، چې دوه وسلوال طالبان په کې وژل شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ د کلي په منځ کې نښته روانه وه، هېڅوک له ډاره له کور څخه نه شواى وتلاى، که وتلي واى وژل کېدل.))

نوموړي له دواړو خواوو څخه وغوښتل، چې د کليو او بانډو په منځ کې له نښتو او  جګړو ډډه وکړي.

وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د غزني د اندړو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ نښتې شوې وې، چې په پايله کې يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.