ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د وږي اتلسمه ((د شهيدانو ورځ)) ونوموله

ولسي جرګې د وږي اتلسمه ((د شهيدانو ورځ)) ونوموله

author avatar
16 May 2012 - 16:00
ولسي جرګې د وږي اتلسمه ((د شهيدانو ورځ)) ونوموله
author avatar
16 May 2012 - 16:00

کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د وزيرانو شورا د وږي ١٨مه د “ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود” په نوم نومولې وه، خو ولسي جرګې دغه مصوبه رد کړه او دا ورځ يې “د شهيدانو د ورځې” په نوم ونوموله.

احمدشاه مسعود د ١٣٨٠ کال د وږي په ١٨مه په تخار ولايت کې د دوو عربو له خوا په ځانمرګي بريد کې ووژل شو او وروسته په لويه جرګه کې د ملي اتل لقب ورکړل شو.

د ولسي جرګې د روغتيا، ځوانانو، کار او کارګر کمېسيون مرستيال مجيب الرحمن څمکني نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل: “حکومت وړانديز کړى، چې د کار قانون د يو څلوېښتمې مادې په يوولسمه فقره کې دې ور زيات شي، چې د وږي ١٨مه دې د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود په نوم ونومول شي او دغه ورځ دې ملي رخصتي اعلان شي.”

څمکني وويل، چې د ولسي جرګې په کمېسيونونو کې پر يادې موضوع پوره بحث شوى او په دې اړه دوه نظره موجود دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، يو شمېر کمېسيونونو ويلي، چې دغه ورځ دې د “ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود او شهيدانو ورځې” په نوم ونومول شي.

د ده په وينا، ځيني نورو کمېسيونونو بيا ويلي، چې دغه ورځ دې “د شهيدانو د ورځې” په نوم وي.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي سخي مشواڼي وويل، چې دغه ورځ بايد د هېواد د شهيدانو په نوم ونومول شي.

هغه زياته کړه: “موږ ډېر شهيدان ورکړي که د هر يوه په نوم يوه-يوه ورځ اعلان کړو، ټول کال به مو په رخصتيو کې تېر شي.”

د ولسي جرګې لومړي نايب حاجي ظاهر قدير، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، هغه کسان  چې د وږي ١٨مه د “شهيدانو د ورځې” په نوم او عمومي رخصتي غوره کوي، شنه کارتونه دې پورته کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې له حاضرو ١٢٧وکيلانو څخه ٩٠ تنو شنه کارتونه او پاتې نورو يې سره (مخالف) کارتونه پورته کړل.

په دغې جرګه کې د تخار استازي حبيبې دانش پژواک خبري اژانس ته وويل: “زه د جرګې پرېکړې ته احترام لرم، خو دغه ورځ بايد د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود او د شهيدانو د ورځې په نوم نومول شوې واى.”

د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وياند علي افتخاري د معلوماتو له مخې، د وږې ١٨مه د ١٣٩٠ کال د مرغومي په ١١مه د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود په نوم ونومول شوه او دغه ورځ عمومي رخصتي شوه.

هغه وايي، د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې هغه اونۍ هم د شهيدانو په نوم ياده شوه، چې د وږي ١٨مه په کې راځي.

د وږي د ١٨مې اونۍ اوس هم د شهيدانو د اونۍ په نوم پاتې ده او ولسي جرګې بدلون په کې نه دى راوستى.

د ولسي جرګې د روغتيا، ځوانانو کار او کارګر کمېسيون د معلوماتو له مخې، د کار قانون په ٤١مه ماده کې راغلي چې د جمعې، نوروز، د زمري ٢٨مه (د افغانستان د استقلال د بيرته اخيستو ورځ ) د غويي اتمه (د مجاهدينو د بريا ورځ) د روژې لومړى ورځ، د کوچني اختر درې ورځې، د عرفات د ورځې په ګډون د لوى اختر ځلور ورځې، د ربيع الاول ١٢مه (ميلاد النبي) د محرم لسمه (عاشورا) او نورې هغه ورځې، چې د افغان دولت له لوري د ملي رخصتي په نوم اعلانېږي، عمومي رخصتي ده.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.