ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې ١٢وسلوال طالبان ووژل شول

په پکتيا کې ١٢وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
16 May 2012 - 11:56
په پکتيا کې ١٢وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
16 May 2012 - 11:56

ګردېز (پژواک ٢٧ غويى ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو نهه وسلوال طالبان وژلي خو وسلوال طالبان بيا وايي، په دغې ولسوالۍ کې د دوى ١٢ ملګري وژل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د غويي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه افغان او بهرني ځواکونه د اريوب ځاځيو ولسوالۍ په شمخېلو سيمه کې پر عملياتو بوخت وو، چې د وسلوالو طالبانو له يو کمين سره مخ شول او نښته رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو ګډو ځواکونو ته کمين هم نيولى او پر همدې مهال يې پر لاره ماينونه هم خښول، چې د ګډو ځواکونو له خوا ورسره جګړه رامنځ ته شوه او په ترڅ کې يې نهه وسلوال طالبان ووژل شول.

نوموړي زياته کړه، چې د وسلوالو طالبانو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې وو او د سيمې پوليسو د اريوب ځاځيو ولسوالۍ ته وړي دي.

سمون وويل، چې په دې پېښه کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

ايساف ځواکونه هم وايي، چې له افغان ځواکونو سره يو ځاى يې تېره شپه د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې عمليات کړي چې پر مهال يې له وسلوالو طالبانو سره نښته رامنځ ته شوې او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې دوى له افغان ځواکونو سره يو ځاى د مې مياشتې له ١٤مې نېټې څخه عمليات پيل کړي او تر هغې به روان وي، څو د وسلوالو طالبانو پټنځايونه له منځه يوسي.

په خبرپاڼه کې وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تېره شپه په ياده ولسوالۍ کې د دوى ١٢ ملګري د کمين نيولو پر مهال وژل شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.