ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د بهرنيانو بالون  باد يوړ

په غزني کې د بهرنيانو بالون باد يوړ

author avatar
17 May 2012 - 11:14
په غزني کې د بهرنيانو بالون  باد يوړ
author avatar
17 May 2012 - 11:14

غزني ښار(پژواک ۲۸ غويى ۹۱) : چارواکي وايي، چې د غزني د اندړو ولسوالۍ په سينې سيمه کې د ولايتي بيارغونې ډلې ( پي ار ټي) بالون تېره شپه  باد يوړ.

د کابل په ګډون د هېواد په يو شمير  ولايتونو کې بهرني ځواکونه له بالون څخه ، چې د يوه کيبل په وسيله  پر ځمکې پورې نښلول کيږي ، د څار د پرمختللو کمرو د نصب لپاره ترې کار اخلي.

د اندړو  د ګاونډ ولسوالۍ ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک د غويي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دغه بالون د اندړو ولسوالۍ د سينې په سيمه کې د ولايتي بيارغونې ډلې   پر ودانۍ درول شوى و.

هغه زياته کړه چې دغه بالون تېره شپه تېز باد وړى او د ده يک ولسوالۍ د ده يک کلي ته  يې رسولى وو .

د ولسوال په وينا، نن سهار وخته افغان او نړيوال ځواکونه سيمي ته تللي اوله بالون څخه يې هغه امنيتي کمرې ، چې په بالون کې نصب وې، له ځانه سره وړې دي او بالون يې همالته پرېښى دى.

د سيمې خلک هم مني، چي د سينې له پي آر ټي څخه باد ددوى سيمې ته دغه بالون وړى و.

د ده يک دکلي يوه اوسېدونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د شپې له تېز باد وروسته نن سهار دوى وليدل ، چې د کلي په سر کې دغه بالون پروت دى.

سرچينې زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکو له دې بالون څخه مهمې کمرې او وسايل وړي دي او ګډو ځواکونو يواځې د بالون سپين پوښ له ځانه سره يوړ .

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.