د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يو پوليس او پنځه وسلوال طالبان ووژل شول

يو پوليس او پنځه وسلوال طالبان ووژل شول

May 17, 2012 - 15:41

غزني ښار (پژواک ۲۸غويى ۹۱) : د غزني په بېلابېلو امنيتي پېښو کې پنځه وسلوال طالبان او يو پوليس وژل شوي دي.

د غزني ولايت د جغتو ولسوال امين الله احمدي د غويي په ۲۸ مه ‌پژواک خبري اژانس ته وويل  ،چې تېره شپه ناوخته د ولسوالۍ د مومندپه کوتل کې وسلوالوطالبانو پر امنيتي پوستې بريد کړى و.

هغه زياته کړه ، چې په دې جګړه کې پنځه  وسلوال طالبان وژل شوي، خو پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ولسوال دغه راز وويل، چې نن سهار ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو پر ګزمې چاودنه شوې ده.

احمدي وايي ، چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

نوموړي وويل ، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ  وړ ښودل شوى دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

جغتو د غزني ښار شمال غرب ته په ٣٠ کليو مترۍ کې پرته يوه ارامه ولسوالۍ ده، خو د مومند کوتل دجغتو او رشيدانو ولسواليو ترمنځ پرته يوه نا ارامه سيمه ده ، چې وخت ناوخته  ترې د نا امنيو خبرونه ورکول کېږي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement