غزني ښار (پژواک ۲۸غويى ۹۱) : د غزني په بېلابېلو امنيتي پېښو کې پنځه وسلوال طالبان او يو پوليس وژل شوي دي.
د غزني ولايت د جغتو ولسوال امين الله احمدي د غويي په ۲۸ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې تېره شپه ناوخته د ولسوالۍ د مومندپه کوتل کې وسلوالوطالبانو پر امنيتي پوستې بريد کړى و.
هغه زياته کړه ، چې په دې جګړه کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي، خو پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ولسوال دغه راز وويل، چې نن سهار ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو پر ګزمې چاودنه شوې ده.
احمدي وايي ، چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
نوموړي وويل ، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جغتو د غزني ښار شمال غرب ته په ٣٠ کليو مترۍ کې پرته يوه ارامه ولسوالۍ ده، خو د مومند کوتل دجغتو او رشيدانو ولسواليو ترمنځ پرته يوه نا ارامه سيمه ده ، چې وخت ناوخته ترې د نا امنيو خبرونه ورکول کېږي .
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن