غزني ښار(پژواک ۲۸ غويى ۹۱) : چارواکي وايي، چې د غزني د اندړو ولسوالۍ په سينې سيمه کې د ولايتي بيارغونې ډلې ( پي ار ټي) بالون تېره شپه باد يوړ.
د کابل په ګډون د هېواد په يو شمير ولايتونو کې بهرني ځواکونه له بالون څخه ، چې د يوه کيبل په وسيله پر ځمکې پورې نښلول کيږي ، د څار د پرمختللو کمرو د نصب لپاره ترې کار اخلي.
د اندړو د ګاونډ ولسوالۍ ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک د غويي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دغه بالون د اندړو ولسوالۍ د سينې په سيمه کې د ولايتي بيارغونې ډلې پر ودانۍ درول شوى و.
هغه زياته کړه چې دغه بالون تېره شپه تېز باد وړى او د ده يک ولسوالۍ د ده يک کلي ته يې رسولى وو .
د ولسوال په وينا، نن سهار وخته افغان او نړيوال ځواکونه سيمي ته تللي اوله بالون څخه يې هغه امنيتي کمرې ، چې په بالون کې نصب وې، له ځانه سره وړې دي او بالون يې همالته پرېښى دى.
د سيمې خلک هم مني، چي د سينې له پي آر ټي څخه باد ددوى سيمې ته دغه بالون وړى و.
د ده يک دکلي يوه اوسېدونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د شپې له تېز باد وروسته نن سهار دوى وليدل ، چې د کلي په سر کې دغه بالون پروت دى.
سرچينې زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکو له دې بالون څخه مهمې کمرې او وسايل وړي دي او ګډو ځواکونو يواځې د بالون سپين پوښ له ځانه سره يوړ .
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن