ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لا هم د غزني په دوو ولسواليو کې ښوونځي تړلي پاتې دي

لا هم د غزني په دوو ولسواليو کې ښوونځي تړلي پاتې دي

author avatar
19 May 2012 - 17:55
لا هم د غزني په دوو ولسواليو کې ښوونځي تړلي پاتې دي
author avatar
19 May 2012 - 17:55

غزني ښار (پژواک ۳۰ غويى ۹۱): له تېرې شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې وسلوالو طالبانو د غزني د مرکز په ګډون د يو شمېر ولسواليو ښوونځي له دې امله تړلي، څو دولت پر موټرسايکلونو بنديز لرې کړي.

له يو څه مودې وروسته د غزني د مرکز ښوونځي بېرته خلاص شول، خو د ده يک او اندړو ولسوالۍ ښوونځي لا اوس هم د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

د ده يک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جان محمد د غويي په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې يو نيمې مياشتې راهيسې د دوى په سيمه کي ښوونځي تړلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((اولادونه مې همداسې بې تعليمه ګرځي، ښوونځي تړلي دي، افغان دولت د دغو ښوونځيو د خلاصولو لپاره هېڅ نه دي کړي.))

د ده په خبره، د دوى په سيمه کې په زرګونو زده کوونکي له زده کړو محروم دي او ښايي روان کال يې ضايع شي.

ښوونکي هم دا مني، چې دوى ښوونځيو ته نه ځي او ټول ښوونځي تړلي دي.

د ده يک ولسوالۍ يوه ښوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې ټول ښوونځي تړلي او دوى نه ورځي.

د هغه په وينا، په دې اړه يې څو ځلې د پوهنې رياست له چارواکو سره خبرې هم کړې، خو کومه مثبته پايله يې نه ده ترلاسه کړې.

بلخوا د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، چې د دوى ښوونځي تر اوسه نه دي خلاص شوي، او اولادونه يې له زده کړو محروم دي.

د اندړو ولسوالۍ د رشيدخېلو د سيمې د دوولسم ټولګي زده کوونکي رحمت الله وويل، کله چې وسلوالو طالبانو ښوونځي وتړل، يوه نيمه مياشت يې تېره شوه، خو تر اوسه بېرته نه دي خلاص شوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((ما په خپله طالبان نه دي لېدلي چې زموږ ښوونځي يې تړلي وي، خو کله چې هغه وخت ښوونځي ته راغلم ښوونځى تړلى و او خلکو ويل چې طالبانو ګواښونه کړي دي.))

د ده په وينا، هغه درسونه چې دوى ويلي وو، په دومره موده کې يې بېرته له ياده وتلي دي.

نوموړى زياتوي، دا چې ښوونځي تړلي دي او د دوى اقتصادي حالت هم خراب دى، نه شي کولاى چې د غزني ښار ته د زده کړو لپاره لاړ شي.

رحمت الله وايي، چې همدا اوس ډېرى زده کوونکي بهرنيو هېوادونو ته د مزدوريو لپاره لاړل او يا يې هم ځانونه د اکمالاتي کاروان ساتونکي مقرر کړل.

څو ورځې وړاندې په غزني کې د سولې د عالي شورا غړو او يو شمېر قومي مشرانو د ښوونځيو د خلاصولو هڅې هم پيل کړې وې.

په غزني د سولې د عالي شورا رييس او د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه دوى په دې نه دي توانېدلي، چې د ولسواليو ښوونځي بېرته خلاص کړي، خو هڅې يې ادامه لري.

نوموړي زياته کړه: ((دا منم چې د اندړو او ده يک ولسواليو ښوونځي تړلي دي، خو موږ هڅه کوو، چې ډېر ژر يې خلاص کړو.))

د ده په خبره، په دې اړه يې د ولسواليو له قومي مشرانو سره هم خبرې کړې او هغوى ورته ژمنه ورکړې، چې ډېر ژر به د زده کوونکو پر مخ ښوونځي خلاص کړي.

فضل احمد وايي: ((په دې اړه مې پرون په ده يک ولسوالۍ کې له قومي مشرانو سره غونډه درلوده، هغوى راسره ژمنه وکړه، چې ښوونځي به خلاصوي.))

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د غزني د پوهنې رياست چارواکو نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې دغه ښوونځي دوى نه دي تړلي، بلکې په خپله د سيمې ښوونکو د افغان دولت له خوا د موټرسايکلو د بنديز په غبرګون کې تړلي دي.

د يادونې ده، چې د له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د غزني په دوو ولسواليو کې ٦٥ ښوونځي تړل شوي او په ميدان وردګو کې هم يو شمېر ښوونځيو ته د تړل کېدو ګواښ شوى و.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.