ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى شيکاګو ته ورسېد

حامد کرزى شيکاګو ته ورسېد

author avatar
19 May 2012 - 10:47
حامد کرزى شيکاګو ته ورسېد
author avatar
19 May 2012 - 10:47

کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩١): ولسمشر حامد کرزى د امريکا د شيکاګو ښار ته ورسېد او ټاکل شوې چې د ناټو (د شمالي اتلانتيک تړون) سرمشرېزې غونډې ته وينا وکړي.

ټاکل شوې چې د ناټو سرمشريزه غونډه د نړۍ د هېوادونو او د ملګرو ملتونو سازمان، نړيوال بانک او اروپايي ټولنې په ګډون د نړيوالو سازمانانو د تر ٦٠ زياتو مشرانو په ګډون سبا د مې په شلمه د دوو ورځو لپاره جوړه شي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، ويل شوي دي، چې ولسمشر حامد کرزى پرون تر غرمې وروسته له خپل ملګري پلاوي سره يو ځاى د شيکاګو ښار ته ورسېد او د شيکاګو په هوايي ډګر کې يې د دغه ايالت د چارواکو او په امريکا کې د افغانستان د سفارت د ځينو کارکوونکو له خوا هرکلى وشو.

سرچينه وايي، چې افغان ولسمشر به په دې غونډه کې وينا وکړي او د غونډې ګډونوال د افغانستان د خلکو له هيلو څخه خبر کړي.

خبرپاڼه زياتوي، چې ناټو د شيکاګو د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شتون څرنګوالى څېړي او تر ٢١٠٤ زېږديز کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د تجهيز او د هغوى د جګړه ييزې وړتيا د لوړولو او پياوړي کولو په موخه خپلې ژمنې اعلانوي.

ناټو تړون دغه غونډه تاريخي ګڼلې او وايي چې د شيکاګو په غونډه کې به د افغانستان په اړه مهمې پرېکړې ترسره او د ناټو مشران به له افغانستان سره د يوه قوي مشارکت لپاره خپلې ژمنې اعلان کړي.

يوه اونۍ وړاندې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ډامينيک ميډلي د يوې خبري ناستې پر مهال په کابل کې وويل، چې د شيکاګو غونډې کليدي موضوع تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د ماموريت د پراختيا بڼه جوړوي او ويې ويل، چې ناټو به د مسؤوليتونو د لېږد تر بشپړېدو وروسته هم له افغانستان څخه ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه، چې ناټو به په افغانستان کې روزنې، مشورو او مرستو ته دوام ورکړي او د ايساف او ناټو شريکان به د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل په موخه خپلې مناسبې ونډې ته دوام ورکوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.