جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د مجاهدينو د بريا د شلمې کاليزې په وياړ د ولسمشر د ١٦مې ګڼې فرمان له مخې د ننګرهار له محبس څخه ٢٨ بنديان ازاد او د ٢٥٠ نورو بنديانو د بند موده کمه شوه.
د ختيځ زون د محبسونو لوى امر سمونوال عبدالولي حصارک د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه محبس ٢٨ د جنايي پېښو بنديان چې د بند نيمه موده يې تېره کړې وه، تر دغه فرمان لاندې راغلل او ازاد شول.
د هغه په وينا، د مجاهدينو د بريا د شلمې کاليزې په وياړ د ننګرهار محبس د ٢٥٠ زندانيانو د بند موده راکمه شوې ده.
نوموړي د دغې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې د بنديانو خوشي کېدل يوه مياشت وځنډېدل وويل، چې د فرمان په برخه کې ځينې اداري ستونزې وې، چې تر سمونې وروسته عملي بڼه ورکړل شوه.
د محبس امر وويل، چې تر دغه فرمان لاندې هغه بنديان نه دي راغلي، چې د نا امنيو په پېښو کې لاس لري او يا هم د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال له خوشي شوو او له هغو بنديانو، چې د بند موده يې راکمه شوې، غوښتنه وکړه، چې د جرم تکرار دې نه کوي، چې په وينا يې بيا به يې جزا دوه چنده او له هر ډول بښنې محروم وي.
د بهسودو ولسوالۍ يو تن را خوشي شوي بندي خليل پژواک وويل، چې له يوه کليوال سره يې جګړه کړې وه.
د هغه په وينا، د محکمې له پرېکړې ناخوښى دى، چې مقابل طرف يې په شپږ زره افغانۍ جريمه او دى په درې کاله بند محکوم کړ.
نوموړي زياته کړه، چې ديارلس مياشتې بند يې تېر کړ او د زندان چارواکو له چلنده خوښ دى.
يوه لس کلن هلک محجوز عبدالهادي پژواک ته وويل، چې پر زرنج موټرسايکل يې يو تن ټپي کړى و او په وينا يې څلور مياشتې يې په دارالتاديب کې تېرې کړې.
عبدالهادي وويل: ((بيا به هېڅکله زرنج ونه چلوم.))
بايد وويل شي، چې د ننګرهار په محبس کې د ٢٥ مېرمنو په ګډون ١٢٩٣ تنه د بېلا بېلو جرمونو بنديان د بند شپې ورځې تېروي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن