کابل ښار ( پژواک د غبرګولي لومړۍ نيټه): د ملګرو ملتونو سرمنشي له ولسمشرحامدکرزي سره په خپله ليدنه کې سيمه ييزه همکاري او له مخالفينو سره خبرې اترې د سولې په پروسه کې مهمې وبللې او ويې ويل چې ملګري ملتونه به د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
په هغه خبرپاڼه کې، چې د ولسمشر د وياند ددفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ، راغلي ، چې ولسمشر حامد کرزي نن د امريکا په شيکاګو ښار کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون سره وکتل.
سرچينې ليکلي دي، چې په دې ليدنه کې په افغانستان کې د سولې د پروسې او په دې پروسه کې د پاکستان د ونډې او همدارنګه روزنې او لوړو زده کړو ته د افغانو ښځو د لاسرسي په اړه بحث او خبرې وشوې.
په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره هڅې روانې دي، وسلوالو طالبانو تېره ورځ ويلي دي، چې هغوى د وسلوالې مبارزې ترڅنګ چمتو دي، چې سياسي لاره هم خپله کړي، خو د طالبانو په وينا، امريکا د سياسي حل لپاره روښانه تګلاره نه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې بانکي مون له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې ويلي دي، چې ملګري ملتونه به د افغانستان د غوښتنې په صورت کې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې په تخنيکي برخه کې همکاري وکړي.
په مقابل کې ولسمشر کرزي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د همکارۍ د ستاينې په ترڅ کې ويلي دي، چې راتلونکي کلونه د افغانستان لپاره ځانګړى اهميت لري ، ځکه چې افغانستان به له ٢٠١٤ کال وروسته لاپسې زيات مسووليت پر غاړه واخلي.
له ٢٠١٤ کال وروسته د افغان ځواکونود تجهيز او تمويل په اړه، د ناټو د غړيو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې چې تېره ورځ د امريکا په شيکاګو ښار کې پيل شوې ده او نن پاى ته رسېږي، بحث کېږي.
هيله ده چې په دې غونډه کې د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل لپاره په کال کې د ٤.١ ميليارده امريکايي ډالرو مرسته اعلان شي.
Visits: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن