ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو ولسوالۍ خلک د طالبانو پر ضد پورته شوي

د اندړو ولسوالۍ خلک د طالبانو پر ضد پورته شوي

author avatar
21 May 2012 - 14:56
د اندړو ولسوالۍ خلک د طالبانو پر ضد پورته شوي
author avatar
21 May 2012 - 14:56

غزني ښار (پژواک ١غبرګولى۹۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ خلکو په دغې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د نښتو راپورونه رد کړل او وايي، چې دوى د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅېدلي دي.

له تېرو دوو اونيو راهيسې راپورونه ورکول کېدل، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ نښتې روانې دي، چې تر اوسه يې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي دي.

خو د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې وسلوالو طالبانو ته د حزب اسلامي وسلوال نه، بلکې قومي مشران او عام خلک په دې موخه پورته شوي، چې دوى ولې ښوونځي تړلي دي.

د اندړو ولسوالۍ د چهاردېوال سيمې يوه سپين ږيري محمدخان پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمو کې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې وسلوالو طالبانو ښوونځي تړلي دي.

د هغه په وينا، اوس قومي مشران او د اندړو ولسوالۍ د ډېرو سيمو خلک وسلوالو طالبانو ته پورته شوي او له هغوى سره يې وسلواله مبارزه پيل کړې ده، څو په سيمه کې ټول تړلي ښوونځي بېرته خلاص شي.

نوموړي زياته کړه: ((زه ډېر خوشال يم، چې زموږ خلک نور پوه شوي او د خپل دولت ملاتړ يې اعلان کړى دى.))

د محمدخان په خبره، وسلوالو طالبانو د سيمې خلک دې ته هم نه پرېښودل، چې خپلې ورځنۍ چارې سمې پر مخ يوسي او خپلو اولادونو ته ډوډۍ پيداکړي.

د اندړو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى ۲۳ کلن جان محمد هم وايي، چې له وسلوالو طالبانو سره حزب اسلامي نه بلکې عام خلک جګړه کوي.

د هغه په وينا، د اندړو ولسوالۍ د خلکو غوسه په دې راپارېدلي، چې وسلوال طالبان ولې د دوى په سيمو کې ښوونځي تړي.

نوموړى وايي، چې د اندړو ولسوالۍ خلک نور له وسلوالو طالبانو څخه په تکليف دي او غواړي چې نور ارام ژوند وکړي.

جان محمد پژواک ته وويل: ((عام خلک ډېر ځورېدلي دي، دا ډېر ښه کار شوى، چې خلک يې پر ضد پورته شوي دي، زه خپله هم د دوى پر ضد پورته کېږم، څو زموږ په سيمه کې تړلي ښوونځي بېرته خلاص شي.))

د اندړو خلک وايي، چې د دوى موخه يواځې د ښوونځيو په خلاصولو پورې نه ده محدوده، بلکې دوى وسلوالو طالبانو ته دا هم ويلي، چې بايد په اندړو کې د بيارغونې کارونه هم پيل شي او دوى پرې کار ونه لري.

بلخوا د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم مني، چې په اندړو ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو ته د سيمې خلک پاڅېدلي او د ښوونځيو خلاصول غواړي.

د هغه په وينا، وسلوال طالبان دولت ته خنډونه جوړوي او نه پرېږدي، چې په دغې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه ((خلکو نور خپل دښمن پېژندلى او نور به دوى ته اجازه ورنه کړي چې د دوى په سيمو کې نا امني جوړه کړي او يا يې ښوونځي وتړي.))

امنيه قوماندان وايي، چې له خلکو سره يو شمېر د حزب اسلامي قوماندانان هم يو ځاى شوي او د وسلوالو طالبانو پر ضد يې مبارزه پيل کړې ده.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د خلکو دغه څرګندونې له حقيقت څخه لري بولي .

هغه پژواک ته وويل، چې په اندړو ولسوالۍ کې اربکي او د حزب اسلامي وسلوال د دوى د وسله والو پر وړاندې جنګېږي.

د هغه په وينا، اوس مهال د طالبانو د مشرتابه له خوا يې سيمې ته يو پلاوى استول شوى او ښايې د ده په وينا، ډېر ژر دا ستونزه هواره شي.

د يادونې ده، چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د غزني په اندړو او ده يک ولسواليو کې شاوخوا ٦٠ ښوونځي، د خلکو په وينا وسلوالو طالبانو د حکومت له خوا د موټرسايکلونو پر ګرځېدو د بنديز په غبرګون کې تړلي دي، خو وسلوال طالبان دا ادعا ردوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.