ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې سېلابونو د شلو تنو ژوند واخيست

author avatar
21 May 2012 - 18:27
author avatar
21 May 2012 - 18:27

پلخمري (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): په سرپل کې د وروستيو سېلابونو د مړو شويو کسانو شمېره ٢٠ تنو او د ټپيانو شمېره ٩ تنو ته ورسېده، همداراز په فارياب کې د سېلابونو له امله دوه ماشومان مړه شول.

 د سرپل ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر سيد فيض الله سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې شپې راهيسې يو مړى او دوه ټپيان د خلکو او پوليسو له خوا موندل شوي دي.

 نوموړي زياته کړه، چې له دغې مرګ ژوبلې سره د ولايت په مرکز او صياد ولسوالۍ کې د دوه ورځې مخکې سېلابونو د مرګ ژوبلې کچه ٢٠ مړو او ٩ ټپيانو ته ورسېده؛ خو اوس هم ٢٠ تنه لادرکه دي.

 ځايي چارواکو، مخکې له دې د ٦٠ تنو د لادرکه کېدو خبر ورکړى وو.

 سادات زياته کړه چې د سروې له مخې، د سېلابونو له امله د استوګنې ١٤٠٠ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي، ٢٥٠٠ کورونه لږ ويجاړ شوي او ١٧٠ څاروي له منځه تللي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د سرپل د والي وياند فريد دهاتي وايي، چې د سېلابونو په پايله کې ٢٥ تنه مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.

 نوموړي د استوګنې د ١٤٠٠ کورونو ويجاړېدل تاييد کړل او ويې ويل، چې د زيانمن شويو کسانو لپاره د دولت او مرستندويو ادارو له خوا غذايي او غيرغذايي مرستې د وېش په حال کې دي.

 د يو بل خبر له مخې، د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله دوه ماشومان، چې يو درې کلن او بل اته کلن و، مړه شوي دي.

 د طبيعي پېښو په چارو کې د فارياب کارپوه عبدالجليل پژواک ته وويل، چې دغه سېلابونه تېره شپه په غورماچ ولسوالۍ کې راوتلي دي.

 د نوموړي په وينا، د دغو سېلابونو له امله دوه ماشومان مړه شوي، د استوګنې ٧٨ کورونه او يو جومات ويجاړ شوي او ٣٠٠ څاروي له منځه تللي دي.

 خو د غورماچ د ولسوالۍ يوه مخور انګورخان پژواک ته وويل، چې په دغو سېلابونو کې پنځه تنه مړه او څه دپاسه زر جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللې ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې د فارياب د پشتون کوټ ولسوالۍ د اق چشمې په سيمه کې د غره د ښويېدنې له امله ٤٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

 د طبيعي پېښو په چارو کې د فارياب ولايت کارپوه په دې اړه وويل، چې د اق چشمې د سيمې غر له درېيو ورځو راهيسې نږدې ١٥٠ متره خوځېدلى او سل جريبه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

 د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اونيو کې د طبيعي پېښو له امله په فارياب کې ١٩ تنه مړه شوي دي.

Visits: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.