ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ټکسوې جوړېږي

د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ټکسوې جوړېږي

author avatar
22 May 2012 - 15:13
د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ټکسوې جوړېږي
author avatar
22 May 2012 - 15:13

کابل (پژواک ٢ غبرګولى ٩١): د کابل د نړيوال هوايي ډګر ټکسوې به د جاپان په ٢٧ ميليونه امريکايي ډالرو مرسته له نړيوالو معيارونو سره سمه جوړه شي.

ټکسوې هغه لار ده چې الوتکې پرې تر ناستې وروسته د توکو او مسافرو د ښکته کولو ځانګړي ځاى ته پرې ځي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير داوود علي نجفي نن د يادې پروژې د کار د پيل پر مهال خبريالانو ته وويل، چې ياده ټکسوې به د نړيوال هوايي چلند سازمان (ايکاو) له منل شوو معيارونو سره سم په يو کال کې د جاپان په ياده بې بدله مرسته جوړه شي.

دى وايي، چې دغه ټکسوې ٤٤ متره سور، ٥،٤ کيلومتره اوږدوالى او د لويو الوتکو د تګ راتګ وړتيا به ولري.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل د هوايي ډګر اوسنۍ ټکسوې پر نړيوالو معيارونه نه ده برابره او دا مهال لويې الوتکې، توکي او مسافر رنوې ته نږدې ښکته کوي.

 نجفي له جاپان هېواده مننه وکړه چې له افغانستان سره مرستې کوي.

د ده د معلوماتو له مخې، د کابل د هوايي ډګر ترمينل او د لمريزې برېښنا سيسټم هم د جاپان په مرسته جوړ شوى او دغه هېواد له افغانستان سره د شاوخوا ١١١ ښاري بسونو مرسته هم کړې ده.

هغه، له جاپان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د هوايي چلند په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، تر څو افغانستان وکړى شي تر ٢٠١٤ کال وروسته ټولې هوايي چارې په خپله ترسره کړي.

دغه مهال بهرنيان د هوايي چلند د ځينو چارو په ګډون له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې کار کوي، خو ټاکل شوې چې د ٢٠١٣ کال تر نيمايي ټولې چارې افغانان پر غاړه واخلي او د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې د ناټو ماموريت پاى ته ورسيږي.

په کابل کې د جاپان سفير ري ايچيرو تکاهاشي (Reiichiro Takahashi) د يادې پروژې د کار د پيل پر مهال وويل، جاپان ځکه د يادې ټکسوې جوړېدو ته لېوالتيا وښوده؛ چې د کابل هوايي ډګر په نړيوال معيار برابره ټکسوې نه درلوده.

هغه زياته کړه، چې هېواد به يې له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو په اړه د توکيو په نړيوال کنفرانس کې پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې چې ياد شوى کنفرانس د روان زېږديز کال د جولای په اتمه د جاپان په پلازمېنې توکيو کې جوړ او له ۲۰۱۵ زېږديز کال څخه تر ۲۰۲۵ زېږديز کال پورې له افغانستان سره د مرستو په اړه تصميم ونيسي.

د سفير د معلوماتو له مخې، جاپان په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له افغانستان سره  ٤ ميليارده امريکايي ډالر مرسته کړې، چې ٩٦ ميليونه يې د ترانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.