ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې يوه مېرمن د خاوند لخوا ووژل شوه

author avatar
22 May 2012 - 20:06
author avatar
22 May 2012 - 20:06

غزني ښار(پژواک ۲ غبرګولی ۹۱) دغزني دولتي  چارواکي وايې چي ددغه ولايت په جاغوریو ولسوالۍ کې خاوند خپله ميرمن ووژله.

 دغزني ولایت دښځوچارو رييسه شکریه ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تيره شپه دغزني په جاغوري ولسوالۍ په سنګ ماشي سيمه کې خاوند خپله ميرمن حليمه چې شاوخوا ٣٥کلنه وه، لومړۍ خفک کړې او وروسته يې وژلي ده.

 د شکريه ولي په وينا دپېښې علت تراوسه روښانه نه دى، خو دوژل شوي ميرمني خاوند د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوى پېښه ترڅېړني لاندې ده.

خو هغې وويل چې ښايي مېرمن حليمه د کورنۍ تاوریخوالي له امله وژل شوې وي.

دغزني دښځوچارو ريېسې د معلوماتو له مخې تیر کال د غزني ولايت په بېلابېلو سيموکې نږدي شپږ مېرمني دکورني وتاوريخوالي له امله وژل شوي دي.

څوموده وړاندې هم دغزني ښار اړوند دحکيم سنايې په سيمه کې يوه مور له خپلي لور سره يوځاى د نا معلوموکسانو لخواووژل شوې.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.