ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې وکيلان د رييسانو کمېټې له غونډې د اعتراض په توګه ووتل

author avatar
22 May 2012 - 20:01
author avatar
22 May 2012 - 20:01

کابل (پژواک٢غبرګولى٩١): د ولسي جرګې د ځينو کمېسيونونو مشران ځکه د رييسانو کمېټې له غونډې د اعتراض په توګه ووتل، چې اداري پلاوي نه غوښتل د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند د جرګې په اجنډا کې شامل کړي.

په دغې جرګه کې د کورني امنيت کمېسيون مشر ميرداد خان نجرابي، چې هغه هم د ولسي جرګې د رييسانو د کمېټې غونډه پرېښې ده، وايي، نن د جرګې اداري پلاوي هڅه کوله چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک موضوع د جرګې د روانې اونۍ په اجنډا کې شامله نه شي.

هغه وويل، له همدې امله د ده په ګډون د مخابراتو مواصلاتو، د وکيلانو د امتيازونو او مصوونيت، کوچيانو، نړيوالو چارو کمېسيون او د رسالت په نوم پارلماني ګروپ مشران د ولسي جرګې د رييسانو د کمېټې غونډه د اعتراض په ډول پرېښوده.

  د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون مشر قيس حسن، چې دى هم يو له يادو رييسانو څخه دى، هم د نجرابي څرګندونې تاييد کړې.

هغه وويل، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو موضوع ډېره مهمه ده؛ خو د يادو کسانو له ډېر ټينګار سره سره، اداري پلاوي ونه غوښتل چې دغه موضوع د جرګې د راتلونکې اونۍ په اجنډا کې شامله کړي.

د حسن په وينا، دى او له نننۍ غونډې وتلي کسان به سبا د جرګې په عمومي غونډه کې هم په دې اړه اعتراض وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ولسي جرګې يو شمېر غړو ويلي وو، چې په کابل کې د ايران سفارت د دې لپاره د ملي شورا له ځينو غړو سره ليدنې کوي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند د تصويب مخه ونيسي.

ياد سند تېره مياشت د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لاسليک شوى، د ملي شورا د دواړو مجلسونو د بهرنيو چارو کمېسيونونو تاييد کړى او ټاکل شوې ده، چې لومړى د ولسي جرګې او بيا د مشرانو جرګې عمومي غونډو ته د تصويب لپاره وړاندې شي.

خو د ولسي جرګې دويم مرستيال نعمت الله غفاري، د يادې جرګې د رييسانو له کمېټې د ځينو کمېسيونو د رييسانو له وتو بې خبري وښوده.

هغه وويل، ښايي چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو موافقتنامه، راتلونکې اونۍ د دې جرګې په اجنډا کې شامله شي.

غفاري وويل چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا به ولسي جرګې ته راوبلل شي او د يادې موافقتنامې په اړه به د جرګې د غړو پوښتنو ته ځواب ووايي.

هغه د کمېسيونونو د ځينو مشرانو ادعاوې رد کړې، چې ګواکې اداري پلاوى په خپلسر اجنډا ټاکي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.