ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسلوالو کسانو په باميانو کې يو قومي مشر وواژه

وسلوالو کسانو په باميانو کې يو قومي مشر وواژه

author avatar
24 May 2012 - 11:52
وسلوالو کسانو په باميانو کې يو قومي مشر وواژه
author avatar
24 May 2012 - 11:52

باميان ښار ( پژواک ٤ غبرګولى  ٩١): د باميانو ولايت په کهمرد ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلوالو لخوا، چې پلنګي جامې يې پر تن وې، ديوه قومي مشر په ګډون يې دوه تنه ووژل شول او ددې قومي مشر زوى ټپي شو.

د باميانو امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګلدي يارقدم ددې قومي مشر نوم صالح باى ياد کړ او ويې ويل چې وسلوالو  تېره شپه دهغه پر کور بريد وکړ او نوموړى يې وواژه.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې بريد کې دوه تنه نور ټپيان شول، خو يوه يې روغتون ته پر لاره ساه ورکړه .

د باميان امنيه قوماندان وويل ؛ لومړني معلومات ښيي، چې دغه کار په احتمالي ډول وسلوالو طالبانو ترسره کړى او دوى نن د څېړنو لپاره سيمې ته يو پلاوى استولى دى.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالحليم وويل، چې صالح باى دهغو وسلوالو کسانو لخوا، چې پلنګي جامې يې پر تن وې، وژل شوى دى.

دده په وينا، په دې پېښه کې ددغه قومي مشر د تره زوى هم وژل شوى او خپل زوى يې ټپي شوى او د صالح باى زوى وسلوال بريد کوونکي ليدلي و ، چې پلنګي جامې يې پر تن وې.

دسيمې دغه اوسېدونکي زياته کړه ؛ صالح باى د کهمرد ولسوالى د دواب او کليچ په سيمه کې قومي مشر او يو شتمن شخص ګڼل کېده، چې له دولت سره يې د اشپشتې او کليچ د ډبرو سکرو د وېستلو تړون هم کړى وو.

سرچينې زياته کړه ، چې په سيمه کې طالبان نشته، خو دا چې ياده سيمه د بغلان ولايت له تاله او برفک ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، نو کېداى شي طالبان له هغه ځاى څخه راوښتي وي.

ددې بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې باميان د هېواد په کچه يو امن ولايت دى او له همدې امله، له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته يې د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد پرسه له همدې ولايت څخه پيل شوه.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.