ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرانسې ولسمشر :  موږ به په افغانستان کې سمبوليک شتون ونه لرو

د فرانسې ولسمشر : موږ به په افغانستان کې سمبوليک شتون ونه لرو

author avatar
25 May 2012 - 16:14
د فرانسې ولسمشر :  موږ به په افغانستان کې سمبوليک شتون ونه لرو
author avatar
25 May 2012 - 16:14

 کابل (پژواک،٥ غبرګولى  ٩١): د فرانسې ولسمشر اعلان وکړ،چې د روان زېږديز کال تر پاى پورې به ، ددې هېواد يو سرتېرى هم په افغانستان کې پاتې نه وي، خو فرانسه به په نورو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

 د فرانسي نوي ولسمشر، فرانسوا اولاند Francois Holland چې نن (دغبرګولي ٥مه)  يې د ولسمشرۍ په ماڼې کې له  جمهور رييس حامد کرزي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل،چې په دوو دليلونو  افغانستان ته راغلى ،چې له خپلو سرتېرو سره ،چې په روان زېږديز کال کې يې ماموريت پاى مومي، ليدنه وکړي.

هغه وويل،چې  دويم د راتګ دليل يې داده ،چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد دوام لري او افغانان  دخپل هېواد مسووليت ،چې د فرانسې په ګډون د ايساف په غاړه دى، اوږ ورکوي.

 د فرانسې نوي ولسمشرپه ډاګه کړه: (( نن سهار يې ،چې  په افغانستان کې له خپلو سرتېرو نه لېدنه کړې ده، په دې سلا شول ،چې د فرانسې ټول سرتېرې به د روان زېږديز کال تر پاى پورې، له افغانستان څخه ووځي.))

دا په  داسې حال کې ده ،چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير ،چې د ٢٠١٣ زېږديز کال په نيمايي کې پاى ته رسېږي او دناټو په مشرۍ د  ايساف ځواکونو د وتلو پروسه ،چې فرانسه يې هم غړې ده، د ٢٠١٤زېږديز کال ترپاى پورې به سرته ورسېږي.

 خو اولاند زياته کړه،چې د فرانسوي ځواکونو له وتلو څخه وروسته ، دا هېواد به د افغان امنيتي ځواکونو  د روزنې په ګډون  په بېلابېلو برخو کې خپلو اوږدومهالو مرستو ته دوام ورکړي.

 

نوموړى وايي،چې ياد هېواد به د افغانستان د روغتيا، کرنې، پوهنې، کولتور، انرژۍ او د بيا رغونې په  نورو برخو کې مرسته کوي او په ملکي ډګر کې به خپلو همکاريو ته  وده ورکوي.

 

هغه وويل: (( موږ به په افغانستان کې سمبوليک شتون ونه لرو  او غواړو ،چې په مختلف ډول په افغانستان کې فعاليت وکړو.))

 

د فرانسي ولسمشر  له افغانستان سره د همکارۍ او دوستۍ  سند لاسليک ته  اشاره وکړه او هغه يې له افغانستان سره د اوږدې مودې د کمک بېلګه وبلله.

دا تړون د ١٣٩٠ کال د سلواغې په مياشت کې، د فرانسې د پخواني جمهور رييس نيکولاى سرکوزي او  ولسمشر حامد کرزي تر منځ په ياد هېواد کې لاسليک شو،چې له مخې به يې فرانسه د پوهنې ، روغتيا، اقتصاد او کولتور په برخو کې ، له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

 

 په دې خبري غونډه کې ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د فرانسې د نيمې پېړۍ دوستۍ ته اشاره وکړه او په دې برخه کې يې د ياد هېواد له ژمنو څخه مننه وکړه.

 

نوموړي وويل،چې د فرانسې له ولسمشر سره يې په نننۍ ناسته کې ، پر مختلفو برخو کې د داوړو هېوادونو پر  همکاريو او د سيمې په وضعيت باندې خبرې وشوې.

 

کرزي يادونه وکړه،چې افغانستان ته د  ولسمشر اولاند سفر د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې هم پياوړې کړې  او په افغانستان کې يې د راتلونکو اقداماتو لپاره   نوى بنسټ کېښود.

د يادونې وړ ده،چې فرانسوا اولاند په دې وروستيو کې ،د نيکولاس سرکوزي په ځاى د فرانسې ولسمشر وټاکل شو.

فرانسه په افغانستان کې ،څه باندې ٤٠٠٠ سرتېرې لري،چې ډېرى يې په کاپيسا ولايت کې مېشت دي ، ٤٠٠ سرتېري يې په ٢٠١١ زېږديز کال کې له افغانستان څخه ووتل او اټکل کېږي،چې ددې ځواکونو د وتلو بهير د روان زېږديز کال تر پاى پورې سر ته ورسېږي.

په افغانستان کې تر اوسه ،د فرانسې څه د پاسه ٨٠ سر تېري وژل شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.