ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرانسې ولسمشر کابل ته را ورسېد

د فرانسې ولسمشر کابل ته را ورسېد

author avatar
25 May 2012 - 10:54
د فرانسې ولسمشر کابل ته را ورسېد
author avatar
25 May 2012 - 10:54

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩١) : د فرانسې ولسمشر نن د يوه رسمي سفر په ترڅ کې په داسې حال کې کابل ته راغلى، چې ټاکل شوې، دغه هېواد د روان زيږديز کال تر پايه خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د ولسمشر حامد کرزي د وياند مرستيال سيامک هروي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند Francois Hollande نن د( غبرګولي په پنځمه ) کابل ته راغلى دى .

هغه زياته کړه، ټاکل شوى ده، چې دفرانسې ولسمشر له حامد کرزي او په افغانستان کې مېشتو فرانسوي سرتېرو سره وګوري .

د فرانسې ولسمشر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي ، چې د ياد هېواد چارواکيو مخکې ويلي و ، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي .

فرانسه په افغانستان کې څه دپاسه څلور زره سرتېري لري ، چې ډيرى يې په کاپيسا ولايت کې مېشت دي. ددغه هېواد څلور سوه سرتېري په ٢٠١١ زېږديز کال کې له افغانستان څخه تللي دي او ټاکل شوې ده ، چې د وتلو دغه بهير يې د روان کال تر پايه بشپړ شي .

تر اوسه په افغانستان کې د فرانسې له ٨٠ زيات سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.