ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځانمرګي بريد له امله درې تنه ټپيان شول

د ځانمرګي بريد له امله درې تنه ټپيان شول

author avatar
25 May 2012 - 14:40
د ځانمرګي بريد له امله درې تنه ټپيان شول
author avatar
25 May 2012 - 14:40

کندهار(پژواک ٥غبرګولى  ٩١):  دکندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله ، د دوو ملکي کسانو په ګډون درې تنه ټپيان شول.

دکندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق  پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١٠:٣٠ بجې، سپين بولدک ولسوالۍ ته څېرمه را منځ ته شوه.

نوموړى وايي،چې يو ځانمرګى پلى روان و او خپل ځانمرګى واسکټ يې د پوليسو د رېنجر موټر په مخکې والوځاوه.

سرچينه زياتوي،چې په دې چاودنه کې يو پوليس او دوه ولسي کسان ټپيان شوي دي او د بريدکونکي بدن ټوټه ټوټه شوى دى.

د کندهار د امنيه قوماندان په وينا، په دې چاودنه کې موټر يو څه، زيانمن شوى دى.

 عبدالسلام ، چې د سپين بولدک په بازار کې د رغنيزو  توکو هټۍ لري پژواک ته وويل: (( زه په دوکان کې ناستم و،چې د پوليسو يو رېنجر موټر له بازار څخه تېرېده او ناڅاپه چاودنه وشوه.))

 

نوموړي زياته کړه،چې په وينو ککړ درې ټپيان يې ولېدل،چې روغتون ته يې لېږدول.

 

 سرچينې وويل،چې په بازار کې د جمعې ورځې له امله ګڼه ګوڼه نه وه، نوځکه دې ځانمرګي بريد ډيره مرګ ژوبله نه لرله .

 د يادونې  ده،چې د روان کال د غويي د مياشتې په ٩ مه، دکندهار ولايت په مقام کې دوه وسلوال او ځانمرګي بريدکونکي په عادي جامو کې دننه شوي وو، چې د والي د ساتونکو لخوا ووژل شول ، په دې پېښه کې د والي دوه ساتونکي هم ووژل شول او يو بل تن يې ټپي شو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.