ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب په نښته کې دوه تنه وژل شوي

د فارياب په نښته کې دوه تنه وژل شوي

author avatar
26 May 2012 - 18:31
د فارياب په نښته کې دوه تنه وژل شوي
author avatar
26 May 2012 - 18:31

ميمنه (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): امنيتي ځواکونو د فارياب ولايت مرکز په ميمنې ښار کې يو کور چې وسلوالو کسانو په کې غونډه کوله، کلابند کړى دى.

 لومړني راپورونه کاږي، چې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې يو ولسي کس او د ملي امنيت يو کارکوونکى وژل شوي او درې پوليس ټپيان دي.

 د فارياب د ملي امنيت مرستيال سيد عبدالوفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوال طالبان تېره شپه د ميمنې ښار د چرمګرخانې په سېمه کې په يوه کور کې ځاى په ځاى شوي وو.

 د نوموړي په وينا، د ملي امنيت منسوبينو د استخباراتي راپورونو له مخې، دا کور کلابند کړ او د وسلوالو طالبانو پرضد يې عمليات پيل کړل.

 سرچينې څرګنده کړه، چې وسلوال طالبان لا د مقاومت په حال کې دي.

 د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال بشير بريالي پرواني تاييد کړه، کوم ځاى کې چې وسلوال طالبان شتون لري، د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شوى دى.

 دهغه په وينا، دا کور د وسلوالو طالبانو د يوه قوماندان قاري فضل دى، چې يو شمېر طالبان د عملياتو او ورانکارو کړنو د طرح کولو لپاره په کې سره راغونډ شوي وو.

 پرواني همداراز په ډاګه کړه، چې تراوسه دوه وسلوال طالبان ټپيان شوي هم دي.

 نوموړي زياته کړه چې وسلوالو طالبانو، اوس په خپلو مورچو کې کمين نيولى او امنيتي ځواکونه هم د جګړې لپاره د تيارسۍ په حال کې دي.

 د فارياب د عامې روغتيا مشر ډاکټر عبدالعلي له پژواک سره په مرکه کې، دې روغتون ته د دوو ټپيانو راوړل تاييد کړل.

 وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 نور جزئيات به وروسته په ليکه شي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.