ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “مجيد زابلي” د ملکيتونو د غصب دعوه وشوه

author avatar
26 May 2012 - 17:50
author avatar
26 May 2012 - 17:50

کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د “زابلي خيريه بنسټ” دعوه کوي چې د ملي دفاع وزارت او زورواکانو په کابل، هرات او ننګرهار کې د “مجيد زابلي” ملکيتونه غصب کړي دي.

 د ياد شوي بنسټ استازي محمد کريم خرم، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د افغان ملي بانک د بنسټ اېښودنکي مجيد زابلي ١١٧ جريبه ځمکه په کابل کې د دفاع وزارت غصب کړې ده.

سرچينه زياتوي چې د زابلي ٤٩ جريبه ځمکه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د سيدکريم بها په نوم يو تن غصب کړې ده.

دى وايي، چې د اوبو او برېښنا وزير محمداسماعيل هم په هرات کې د مجيد زابلي کور له قانوني مجوز پرته ترلاسه کړى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې له اداري فساد سره د مبارزې لوى رياست مشر عزيزالله لودين هم شاوخوا يوه مياشت مخکې د کابل پوهنتون له استادانو سره په ناسته کې ويلي و، چې د انرژي او اوبو وزير محمداسماعيل په اداري فساد کې لاس لري.

لودين نه و ويلي چې اسماعيل خان څومره پيسې په ناقانونه ډول ترلاسه کړې دي؛ خو هغه مخکې د مشرانو جر ګې په غونډه کې ويلي و، چې ولسي جرګې يو داسې وزير ته هم رايه ورکړې، چې ٧٠ ميليون ډالره اختلاس يې کړى دى.

محمدکريم خرم وايي، مجيد زابلي وصيت کړى چې دوه سوه ميليونه ډالره په ارزښت شتمنيو د عوايد ٧٠ سلنه يې د هېواد د پوهنې په برخه او ٣٠ سلنه يې له اړو خلکو سره د مرستو په برخه کې ولګول شي.

سرچينې، عدلي او قضايي ارګانونه په بيروکراسۍ تورن کړل او زياته يې کړه، چې دوى د مجيد زابلي د غصب شويو شتمنيو، ټول اړوند اسناد يادو ارګانونو ته وړاندې کړي دي؛ خو تراوسه يې په دې اړه هېڅ هم نه دي کړي.

هغه زياته کړه: ((د زابلي بنسټ غواړي، چې بېرته ټولې شتمنۍ ترلاسه او د مرحوم زابلي د وصيت له مخې د هېواد له پوهنې سره خپله مرسته وکړي.))

ده د يادو شتمنيو د غصب په اړه نور معلومات ورنه کړل او له دولتي چارواکو يې  وغوښتل، چې له ياد بنسټ سره د يادو شتمنيو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د دې وزارت له خوا د زابلي د ځمکو د غصب د ادعا په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا يوه حقوقي موضوع ده او اوس يې په اړه څه نه شي ويلى.

دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت د وزير د سکرتريت دفتر يوه مسوول وويل، چې وزير (محمد اسماعيل خان) اوس مهال په يوه غونډه کې دى او دى د يادې موضوع په اړه څه نه شي ويلى.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.