ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځ زون مدني ټولنې: توکيو کنفرانس ته نومول شوي خلک زموږ استازي نه دي

author avatar
27 May 2012 - 19:51
author avatar
27 May 2012 - 19:51

جلال اباد (پژواک ٧ غبرګولى ٩١): د بهرنيو چارو وزارت وايي، تراوسه نه ده څرګنده چې له افغانستان څخه به څوک د توکيو په نړيوال کنفرانس کې ګډون کوي؛ خو د ختيځ زون مدني ټولنې وايي، دې کنفرانس ته نومول شوي خلک د دوى استازي نه دي.

د توکيو کنفرانس د روان زېږديز کال په جولاى کې د جاپان په کوربه توب، د دغه هېواد په پلازمېنه کې جوړېږي او په هغه کې به له ۲۰۱۵کال څخه تر ۲۰۲۵ زېږديز کال پورې د افغانستان له بيارغونې سره د اقتصادي مرستو په اړه تصميمونه ونيول شي.

په ختيځ زون کې د ٧٣ مدني ټولنو د يووالي ټولنې، نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په يوه خبري غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کمېسيون او يوناما غږ وکړ، چې په توکيو کې د افغانستان په اړه کېدونکي کنفرانس ته له دغې سيمې نومول شوي خلک د دوى استازيتوب نه شي کولاى.

د ختيځ زون د مدني ټولنو د يووالي شورا منشي بادام ظريفي، يادې غونډې ته وويل چې له ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو څخه په کابل کې د ځينو مطرحو سياسي لورو له خوا توکيو کنفرانس ته داسې خلک نومول شوي، چې د مدني ټولنو له نوم سره هم اشنايي نه لري.

خو ده ونه ويل، چې په ياد کنفرانس کې د ګډون لپاره څوک نومول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې نن يې په دې اړه خپل احتجاج ليک په جلال اباد ښار کې د بشري حقونو او ملګرو ملتونو سياسي نماينده ګۍ ترڅنګ والي ګل اغا شېرزي ته هم سپارلى دى.

بادام ظريفي ګواښ وکړ، که د مدني ټولنو ترمنځ توکيو کنفرانس ته د استازو غوره کولو په موخه ټاکنې ترسره نه شي، دوى به په لاريونونو لاس پورې کړي.

خو هغه ونه ويل چې دا ټاکنې بايد څه ډول ټاکنې وي.

د اصنافو ټولنې مرستيال ډاکټر نجيب الله صاحبزاده، په ياده غونډه کې وويل چې د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزى او د ده په اصطلاح شمال ټلوالې په پټه له ختيځو ولايتونو څخه يو شمېر خلک توکيو کنفرانس ته غوره کړي، چې هېڅ قانوني بڼه نه لري.

هغه زياته کړه، د توکيو کنفرانس لپاره نړيوالې ټولنې له افغان دولت سره پرېکړه کړې، چې د مدني ټولنو ترمنځ د ټاکنو له لارې له هر ولايت څخه څلور استازي دغه کنفرانس ته وروبولي.

نجيب الله صاحبزاده وويل، ايشيا فاونډېشن بايد د ټاکنو له لارې د دغو ولايتونو استازي غوره کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي وويل، ولايتي اداره يې په دې نه ده خبره چې له ننګرهار څخه څوک د مدني ټولنو په استازيتوب له کومو لارو توکيو کنفرانس ته غوره او بلل شوي دي.

عبدالزي وويل، چې نن يې له مدني ټولنو څخه په ليکلې بڼه شکايت پاڼه ترلاسه کړې، چې غوښتنه کوي، د رڼو ټاکنو له لارې دې دغه کنفرانس ته استازي وروپېژندل شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي وويل، تر دې مهاله څرګنده نه ده چې له  افغانستان څخه به څوک د توکيو په نړيوال کنفرانس کې ګډون کوي.

هغه وويل چې مدني ټولنې په خپله خپل استازي ټاکي، چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.