جلال اباد (پژواک ٧ غبرګولى ٩١): په نورستان ولايت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړي کنډک قوماندان نن سهار د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې ووژل شو.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ ولسوال ډاکټر مهر الله د غبرګولي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په پنځو بجو د ولسوالۍ د کله ګوش په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو له نږدې غرونو څخه دوه فيره ميزايل د ملي اردو پر کنډک توغولي وو.
ولسوال وويل، يوه ميزايل د ملي اردو د کنډک دننه ولګېد، چې له امله يې د لومړي کنډک قوماندان ډګروال شېرزمان وزيري ووژل شو.
د نوموړي په وينا، دغه راز په دغه بريد کې د لومړي کنډک رييس ارکان، دوه بريدمنان او يو سرتېرى سخت ټپي شوي دي.
ډاکتر مهر الله وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نورستان والي تميم نورستانى دا پېښه مني او زياتوي چې دا کنډک د لغمان په لوا پورې تړلى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې ډګروال شېرزمان وزيري وژل شوى او درې تنه نور ټپيان دي.
په ختيځو ولايتونو کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د دې پېښې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن