کلات ( پژواک ٧ غبرګولى ٩١ ) :د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند د پولیسو د یوې امنیتي پوستې شپږ پولیس نادرکه شوي، خو وسلوال طالبان وايي ، چې دغه پولیس دوى ته تسلیم شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د غبرګولي په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه پولیس تيره شپه نادرکه شوي دي .
سرچینې زیاته کړه ، چې تيره شپه وسلوالو طالبانو د پولیسو پر یاده پوسته برید کړی ، چې له امله یې ددغې پوستې شپږ پولیس نادرکه شوي دي .
د مطبوعاتي دفتر مسوولینو زیاته کړه، چې تراوسه پورې نه ده معلومه، چې نادرکه شوي پولیس تښتیدلي او که د وسلوالو له لوري یرغمل شوي دي .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وویل، چې په دې اړه د امنیتي ځواکونو جدي پلټنې روانې دي .
بلخوا وسلوال طالبان وايي، چې یاد پولیس دوى ته تسلیم شوي دي .
اک اژانس ته وویل ، چې د کلات ښار اړوند د ښادو کلي د پوستې اوه پولیس له خپلو وسلو سره د مخکیني ارتباط په اساس طالبانو ته تسلیم شوي دي .
د ښادو کلي یوه اوسېدونکي سیدمحمد پژواک اژانس ته وویل ، چې یاد پولیس تيره شپه تښيتدلي او نن سهار د ښادو کلی او شاوخوا سیمه د پولیسو له لوري محاصره وه او امنیتي ځواکونو په ورکو شویو پولیسو پسې پلټنه کوله.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن