ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف په دوو لوېدلو چورلکو کې دوه سرتېري وژل شوي

د ايساف په دوو لوېدلو چورلکو کې دوه سرتېري وژل شوي

author avatar
28 May 2012 - 15:21
د ايساف په دوو لوېدلو چورلکو کې دوه سرتېري وژل شوي
author avatar
28 May 2012 - 15:21

کابل، ميدانښار (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): ايساف وايي چې د افغانستان په ختيځ کې يې  يې نن دوه چورلکې غورځېدلې  او په يوه کې يې دوه سرتېري وژل شوي دي.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٨مه،‌ پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه چورلکې يې نن د افغانستان په ختيځ کې غورځېدلې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په لومړۍ چورلکه کې يې سرتېري وژل شوي نه دي؛ په چورلکه کې ناست کسان د ايساف نږدې مرکز ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

سرچينې زياته کړې، په بله چورلکه کې د ايساف دوه سرتېري وژل شوي دي؛ خو د سرتېرو هويت يې نه دى په ډاګه کړى.

بايد وويل شي، چې په ختيځ کې د ايساف امريکايي سرتېري مېشت دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د دې پېښې د رامنځ ته کېدو د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل کړې دي؛ خو لومړنيو راپورونو ښودلې چې د پېښې په سيمه کې مخالفين نه تر سترګو کېدل.

دغه راز ايساف ويلي، چې په دې پېښه کې عامو وګړو ته هم زيان نه دى اوښتى.

د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوال محمد حنيف حنيفي پژواک اژانس ته وويل، دوى ته هم د سيمې خلکو ويلي، چې هلته د ايساف يوه چورلکه غورځېدلې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دوى د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ويشتې ده.

هغه زياته کړه، چې دا چورلکه يې د نرخ د تيتمور په سيمه کې غورځولې او په کې ګڼ شمېر امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

دغه راز نوموړي وويل، چې نن غرمه يې د پکتيکا ولايت په سرروضه ولسوالۍ کې هم يوه چورلکه ويشتې او په کې ناست اته سرتېري وژل شوي دي.

د يادو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره، په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ١٧٤ تنو ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې تېر کال د زمري په ١٦مه، د ميدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له خوا د ايساف يوه چورلکه وېشتل شوې وه، چې له امله د ملي اردو اووه او ٣٠ امريکايي کومانډو سرتېري وژل شوي وو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.