ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو پېښو کې د ١٧ طالبانو په ګډون ١٩ تنه وژل شوي

په بېلابېلو پېښو کې د ١٧ طالبانو په ګډون ١٩ تنه وژل شوي

author avatar
29 May 2012 - 14:16
په بېلابېلو پېښو کې د ١٧ طالبانو په ګډون ١٩ تنه وژل شوي
author avatar
29 May 2012 - 14:16

خوست-ګردېز-کلات-ترينکوټ (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): په څلورو ولايتونو کې د نا امنيو په بېلابېلو پېښو کې د ١٧ وسلوالو طالبانو په ګډون ١٩ تنه وژل شوي دي.

د خوست ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه د موسى خېلو په سرحدي ولسوالۍ کې ١٣ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

په خوست کې د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون قوماندان سمونوال تاج محمد د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سرحدي پوليسو او ايساف ځواکونو د موسی خېلو ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې د وسلوالو پر يوه مرکز هوايي او ځمکنی بريد کړی دى.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې ١٣ وسلوال وژل شوي او دوه نور چې يوه يې ازبک دی ژوندي نيول شوي دي.

د نوموړي په خبره، چې تر اوسه د وژل شوو کسانو هويت نه دی په ډاګه شوی؛ خو داسې ښکاري چې ټول به بهرنيان وي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم مني چې په موسی خېلو کې د هوايي بريد په ترڅ کې ۶ طالبان وژل شوي دي.

نوموړی وايي، چې يوه ډله وسلوال طالبان کوم ځای ته د تګ په حال کې وو چې د ايساف له لوري په نښه او وژل شوي دي.

دغه راز د پکتيا ولايت چارواکو هم د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د څلورو ماين خښوونکو د وژلو خبر ورکړى دى.

د پکتيا د زرمت ولسوال ګلاب شاه پژواک اژانس ته وويل، څلور مخالفين په داسې حال کې چې د ولسوالۍ د زرګر ګودر په سيمه کې تېره شپه د ماينونونو له خښولو وروسته بېرته روان وو، تر بريد لاندې راغلل او څلور واړه ووژل شول.

د يوه بل خبر له مخې، د زابل ولايت په دوو بېلابېلو امنيتي پېښو کې يو ملکي وګړی وژل شوی او يو طالب نيول شوی دی.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند رفېع الله رفېع پژواک اژانس ته وويل، چې دواړه پېښې تېره شپه رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، چې دوو وسلوالو طالبانو د کلات ښار اړوند د سينک په سيمه کې د پوليسو د ګزمې پر موټر ډزې وکړې.

د ده په خبره، چې په ډزو کې پوليسو ته زيان نه دی رسېدلی خو يو ملکی وګړی چې لاروى و، وژل شوی دی.

خو د سينک سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کس د پوليسو په ډزو کې وژل شوى دى.

هغه وويل، چې وژل شوی کس شاوخوا ۶۰ کلن و او په کلات ښار کې يې کاروبار درلود.

خو د زابل د امنيه قوماندانۍ وياند د پوليسو په ډزو کې د دغه کس وژل ردوي او وايي چې دغه سړى د طالبانو له خوا وژل شوى دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د اروزګان مسوولين وايي، چې تېره شپه د مرکز ترينکوټ اړوند سيمه کې د ماين په يوه چاودنه کې د دوو پوليسو په ګډون درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېره شپه په اته بجې د ترينکوټ اړوند د توري په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ماين تر يوه پولګوټي لاندې ځاى پر ځاى شوى و او د پوليسو پر رينجر موټر چاودېدلى دى.

عايل وايي، چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى، بل پوليس او يو عام وګړى ټپي شوى دى.

د روغتون يوه کارکوونکي ډاکتر عزت الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته يو مړى او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ادعا کوي چې په دغې پېښه کې اته پوليس وژل شوي دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.