ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شول

د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شول

author avatar
30 May 2012 - 10:01
د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شول
author avatar
30 May 2012 - 10:01

جلال اباد ( پژواک ١٠ غبرګولى ٩١ ) : ناپېژاندو وسلوالو د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.

د خوګياڼو ولسوال حاجي سيد رحمن دغبرګولي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ اړونده د وزيرو د پيره خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې ناپېژاندو وسلوالو د شپې ناوخته د منګل په نامه دسيمې ديوه اوسېدونکي پر کور د وسلو او لاسي بمونو بريد کړى، چې له امله يې منګل ، د هغه دوه زامن او دوه لمسيان وژل شوي او دوه نور لمسان يې ټپيان شوي دي.

ولسوال وويل، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو دهغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د نوموړي په وينا، سيمې ته يې پوليس لېـږلي او د پېښې په اړه يې پلـټنې پيل کړې دي.

د محمد ايوب په نامه دپيره خېلو د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته ديادو کسانو وژنه تاييد کړه او ويې ويل، چې دوى د سيمې عادي اوسېدونکي وو ، له دولت او يا مخالفينو سره يې هېڅ تړاو نه درلود.

تر اوسه ددې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ديادونې  ده، چې نن سهار ددې ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله درې دولتي مامورين ووژل شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.