ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې ٢٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې ٢٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
30 May 2012 - 11:38
د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې ٢٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
30 May 2012 - 11:38

فيض اباد (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١) : د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې اته پوليس او شپږ طالبان وژل شوي، دوه پوليس او ١١ وسلوال طالبان ټپيان دي.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري نن (د غبرګولي ١٠مه) پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې وسلوالو طالبانو تېر ماښام د وردوج ولسوالۍ په يخ شيره کلي کې د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې اته پوليس ووژل شول، دوه ټپيان او له طالبانو څخه هم شپږ تنه وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

خو د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف وويل، چې په دې پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

همدارنګه سرچينې زياته کړه، چې په ياده نښته کې اته پوليس وژل شوي او دوه نور چې ټپي شوي وو، د طالبانو له خوا نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بدخشان د ملي امنيت يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د بدخشان د والي د وياند د خبرو پخلى وکړ.

همدارنګه طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا وکړه، چې په وردوج ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريد کې يو طالب وژل شوى، خو ٢٦ پوليس يې وژلي او دوه نور يې نيولي دي.

مجاهد وويل، چې په دغه بريد کې د امنيتي ځواکونو څلور پوستې د دوى د کسانو له خوا نيول شوي، شپږ رينجر موټر يې ويجاړ کړي او يو اندازه وسله او مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.

تېره مياشت هم د دې ولسوالۍ په باشند کلي کې د طالبانو په بريد کې څلور پوليس وژل شوي وو، دوه نور ټپي او ١٤ نيول شوي وو، چې يوه ورځ وروسته بېرته خوشي شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.