ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي له ايراني قونسله د وېزو په ورکړه کې د اسانتياوو غوښتنه وکړه

د کندهار والي له ايراني قونسله د وېزو په ورکړه کې د اسانتياوو غوښتنه وکړه

author avatar
30 May 2012 - 15:51
د کندهار والي له ايراني قونسله د وېزو په ورکړه کې د اسانتياوو غوښتنه وکړه
author avatar
30 May 2012 - 15:51

کندهار (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): د کندهار والي په دغه ولايت کې د ايران له قونسلګرۍ وغوښتل، چې افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتياوې رامنځته کړي.

د ياد ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ګڼو هغو هېوادوالو، چې د سوداګرۍ، درملنې او نورو کارونو لپاره ايران هېواد ته ځي، شکايت کاوه چې په کندهار کې د دغه هېواد قونسلګري په اسانۍ وېزې نه ورکوي.

هغه زياته کړه، په همدې بنسټ په کندهار کې مېشت ايرانى قونسل علي اصغر راستينه ولايت مقام ته رابلل شوى و، ترڅو والي توريالى ويسا او اړوند مسوولين د خلکو پر دې ستونزه له هغه سره خبرې وکړي.

په کندهار کې مېشت ايراني سرقونسل علي اصغر له والي سره په دغې ليدنه کې وويل، چې له دغه ولايت څخه هره مياشت ١٥٠٠ افغانانو ته وېزې ورکوي، په داسې حال کې چې هره مياشت د درې زره په شاوخوا کې کسان د وېزو غوښتنه کوي.

هغه زياته کړه، د ايران هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لوري د ټاکل شوې سهميې څخه زياتې وېزې خلکو ته نه شي ورکولاى.

د کندهار والي ډاکتر توريالي ويسا له ايراني قونسل سره د خبرو پر مهال وويل، چې ايران ته د تلونکو کسانو تر منځ دې سوداګرو او ناروغانو ته لومړيتوب ورکړل شي.

په دغې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري اړيکو پر پراختيا هم خبرې وشوې او د کندهار والي ايراني قونسل ته وړانديز وکړ، چې د کندهار د دولتي مطبعې څو کارکووکو ته په ايران هېواد کې د روزنې زمينه برابره کړي.

ايراني قونسل له خپله اړخه د خلکو د ستونزو د هوارۍ په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، چمتو دي چې له کندهار ولايت سره د کدرونو په روزلو کې مرسته وکړي.

د هېواد د بېلابېلو سيمو زرګونه اوسېدونکي شکايت کوي، چې په کندهار کې د ايران قونسلګرۍ د وېزو په ورکړه کې هغوى ته ستونزې جوړوي او کارونه يې په مياشتو مياشتو ځنډېږي.

ايران ته زرګونه افغانان د سوداګرۍ، درملنې او روزګار لپاره ځي، خو ايران ته تلونکي وايي، دغه هېواد په دې برخه کې خلکو ته د اسانتياوو برابرولو پر ځاى ستونزې زياتې کړې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.