ميمنه –هرات (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): په فارياب ولايت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې شپږ طالبان وژل شوي، يو تن له ځانمرګي واسکټ سره نيول شوى او بلخوا په هرات کې د اردو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.
د فارياب امنيه قوماندان پاسوال عبدالجليل اقساى نن (د غبرګولي ١٠مه) پژواک اژانس ته وويل، چې دا عمليات تېره ورځ د المار ولسوالۍ په تربت او قلعه بخاري سيمو کې پيل او تر نن پورې يې دوام درلود.
سرچينې زياته کړه، چې ياد عملياتو د افغان کومانډو او ايساف ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
اقساى زياته کړه، چې په يادو عملياتو کې شپږ وسلوال طالبان ووژل شول او يو ځانمرګى يې د يادې ولسوالۍ په قلعۀ بخاري سيمه کې نيولى دى.
سرچينې په داسې حال کې، چې د وژل شوو کسانو او د نيول شوي ځانمرګي هويت يې په ډاګه نه کړ، يادونه وکړه، چې په دغو عملياتو کې د سيمې خلک او ګډو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
له بل لوري، د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د هرات د والي وياند محى الدين نوري پژواک اژانس ته وويل، چې د کشک کهنه ولسوالۍ په درزک سيمه کې د اردو سرتېري د طالبانو له کمين سره مخ شول، چې په ترڅ کې يې دوه سرتېري ووژل شول او يو بل ټپي شو.
د کشک کهنه ولسوال عبدالقيوم وويل، چې د ملي اردو يو موټر هغه مهال د کشک کهنه او رباط سنګي ولسواليو په سرحدي سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شو، چې له تورغونډۍ څخه کشک ته په لاره و.
نوموړي وويل، چې سيمې ته د مرستندويه پوليسو له رسېدو وروسته طالبان تېښتې ته اړ شول.
ولسوال په دې نښته کې د کره مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده او وسلوالو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن