ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې د کرنې انسټيټيوټ پرانيستل شو

په زابل کې د کرنې انسټيټيوټ پرانيستل شو

author avatar
30 May 2012 - 17:20
په زابل کې د کرنې انسټيټيوټ پرانيستل شو
author avatar
30 May 2012 - 17:20

کلات-پل علم (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): په زابل کې د دوولسمو ټولګيو فارغينو لپاره د کرنې انسټيټيوټ پرانيستل شو او په لوګر کې هم د کرنې لېسې لپاره د ليليې او خوړنځي د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د زابل ولايت د پوهنې رياست اداري مرستيال نجيب الله د غبرګولي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې يې د دوولسمو ټولګيو فارغينو ته د لوړو زده کړو د امکاناتو د برابرولو په موخه د کرنې انسټيټيوټ پرانيست.

هغه زياته کړه، چې د کرنې د دغه انسټيټيوټ امر يې سږ کال د لوړو زده کړو او پوهنې له وزارتونو څخه اخيستى دى.

د ده په وينا، دوى کولاى شي تر ۱۰۰ تنو پورې محصلين، چې د دوولسم ټولګي د فراغت اسناد ولري، پرته له ازموينې دغه انسټيټيوت ته ومني.

نوموړي زياته کړه، چې په ياد انسټيټيوټ کې د تدريس لپاره مسلکي استادان ګومارل شوي او د استادانو او درسي موادو په برخه کې کومه ستونزه نه لري.

د نجيب الله په خبره، د اوس لپاره دغه انسټيټيوټ خپله ودانۍ نه لري او په يوه کرايي کور کې يې اداري او نورې چارې پر مخ وړل کېږي، خو دوى هڅه کوي چې د ودانۍ د جوړېدو لپاره يې امکانات پيدا کړي.

د دغه انسټيټيوټ يوه محصل محمدعمر پژواک اژانس ته وويل، چې په زابل ولايت کې د کرنې د انسټيټيوټ پرانيستل ډېر مهم دي.

د هغه په وينا، زابل يو زراعتي ولايت دى او د کرنې په برخه کې زيات کار ته اړتيا لري او د دغه انسټيټيوټ په فعاله کېدو سره به د دوولسمو ټولګيو فارغين وتوانيږي چې مسلکي زده کړې وکړي او خپل هېواد ته د خدمت جوګه شي.

نوموړي د پوهنې رياست له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې بايد دغه انسټيټيوټ په پوهنځي بدل کړي ترڅو دوى ته د لوړو زده کړو زمينه برابره شي.

د زابل يوه ديني عالم مولوي عبدالحليم د دغه انسټيټيوټ د پرانيستو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې دولت بايد زابل ته پوهنتون منظور کړي.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه په دغه ولايت کې هېڅ دولتي او خصوصي پوهنځى نشته او هغه کسان چې نه شي کولاى د کورنيو او اقتصادي ستونزو له امله د لوړو زده کړو لپاره نورو ولايتونو ته ولاړ شي، له سختو ستونزو سره مخ دي.  

د يادونې ده، تېره مياشت په زابل ولايت کې د ادارې او حسابدارۍ په برخه کې هم يو انسټيټيوټ پرانيستل شو.

د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې هم د کرنې د مسلکې لېسې د خوړنځي او ليليې د ودانيو د بنسټ ډبرې له اېښودو سره سم د ميخانيکي، د نجونو د تجارت لېسې او د معدن انيسټيټيوټ په کار پيل وکړ.

د لوګر د پوهنې مشر عبدالمتين جعفر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لېسې د خوړنځي او ليليې ودانۍ د جوړېدو چارې به د نهو مياشتو په اوږدو کې بشپړې شي.

هغه زياته کړه، چې يادې ودانۍ په لوګر کې د چک هېواد د ولايتي بيارغونې ټيم له لوري د ٦٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي.

سرچينه زياتوي، چې د ليليې دغه ودانۍ به دوه پوړيزه وي، چې پر يو وخت د ٥٠٠ زده کوونکو د ځاى وړتيا لري او د خوړنځي ودانۍ په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

د پوهنې وزارت مرستيال محمداصف ننګ د دغو ودانيو د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال وويل، چې د يادو ودانيو په جوړېدو سره به د کرنې د مسلکې لېسې د زده کوونکو ستونزې هوارې شي.

نوموړي زياته کړه، چې د پوهنې وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کې د نجونو لپاره د قابله ګې انسټيټيوټ هم جوړ کړي، خو د جوړېدو نېټه يې ونه ښوده.

په ورته وخت د ياد ولايت د پوهنې رياست چارواکو وويل، چې په ياد ولايت کې د نجونو د تجارت او مېخانيکې لېسې او همدارنګه د معدن انسټيټيوټ هم پرانيستل شو.

د پوهنې مشر عبدالمتين جعفر وويل، چې دغه مرکزونه د پوهنې رياست تر نظر لاندې پر کار پيل کړى چې تر اوسه په کې تر ٥٠ ډېرو کسانو نوم ليکنه ورته کړې ده.

نوموړي زياته کړه، هغه کسان چې د کانکور په ازموينه کې بې پايلې اعلان شوي او د دوولسم ټولګي فارغ وي، يادو مرکزونو ته جذبېږي.

د يادونې ده، چې د لوګر په ولايت کې د ٢٧٠ ښوونځيو ترڅنګ ٧٤ منځني ښوونځي، ٦٦ لېسې او يو دارالمعلمين فعاليت لري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.