ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه تنه ووژل شول

په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه تنه ووژل شول

author avatar
30 May 2012 - 19:41
په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه تنه ووژل شول
author avatar
30 May 2012 - 19:41

ايبک (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په سمنګانو ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي او يو بل ټپي دى.

د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ د ترافيکو مدير سمونوال نورالله د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مرکز ايبک اړوند سيمه کې نن شاوخوا د مازيګر څلور بجې په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه تنه سپرلي مړه شول او يو بل ټپي دى.

د هغه په وينا، چې پېښه د کرولا او ټانکر موټرو د ټکر له امله د مرکز ايبک اړوند د تايګاه تاشا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په کرولا موټر کې سپاره پنځه تنه مړه شوي او يو ټپي دى.

نورالله وويل، چې په دغې پېښه کې وژل شوي او ټپي کس د کندوز ولايت اوسېدونکي دي.

د ده په خبره، چې د ټانکر چلوونکى پوليسو نيول او تر پوښتنو لاندې دى.

نوموړي وويل، چې پېښه د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

د سمنګانو د مرکزي روغتون سرطبيب شفيع الله امري پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې پنځه مړي او يو ټپي ور وړل شوى، خو د ټپي حالت يې نازک وباله.

د يادونې ده، لس ورځې مخکې هم په همدې سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٦ تنه ټپيان شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.