کلات (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): د زابل امنيه قوماندان وايي، چې د دغه ولايت په ملکي ادارو کې يو شمېر داسې رسمي کسان شته، چې له وسلوالو طالبانو سره خواخوږي لري.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد نن (د غبرګولي ۱۱مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، دغه کسان غواړي چې د وسلوالو طالبانو غوښتنې پر حکومت وتپي، خو نوموړي په دې اړه څوک مشخص نه کړل.
د هغه په وينا، درې ورځې مخکې د کلات ښار اړوند د سينک په سيمه کې يو سپين ږيرى سړى هغه مهال ووژل شو، چې کله طالبانو پر پوليسو ډزې وکړې.
نوموړي زياته کړه، له دغې موضوع يو شمېر کسانو، چې هم په دولت کې لاس لري او هم له طالبانو سره نېغې اړيکي لري، ناوړه ګټه واخيسته او د وسلوالو مخالفينو په لمسون يې له يو شمېر رسنيو سره خبرې کړې دي.
د ده په خبره، دغو کسانو د زابل امنيتي چارواکي د امنيت په خونديتوب کې پاتې بللي او د زابل د امنيه قوماندان د لرې کېدو غوښتنه يې کړې ده.
امنيه قوماندان وويل: ((په سينک کې د سپين ږيري د وژنې په اړه يو دولتي پلاوى و ټاکل شو او د دغې موضوع له څېړنې وروسته يې دا ثابته کړه چې وژل شوى کس د طالبانو پر ډزو لګېدلى دى.))
ده د زابل له خلکو وغوښتل، چې بايد د دغسې خلکو د توطيو ښکار نه شي او له پوليسو سره د امنيت د خونديتوب لپاره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې وسلوال طالبان په زابل کې دومره ځواکمن دي، چې د دولتي کارکوونکو په وسيله لوړ پوړي امنيتي چارواکي بدنام کړي؟ وويل: ((زابل له پاکستان سره پر سرحد پروت ولايت دى او دغه سرحد پرانيستى هم دى، زه دا نه ردوم چې د زابل په ملکي اداره کې داسې کسان چې له طالبانو سره اړيکې لري د هغوى له خوا حمايه کېږي او له دولت څخه هم معاش اخلي.))
تېره ورځ د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکو له يو شمېر رسنيو سره خبرې کړې وې او د زابل د امنيه قوماندان د لرې کېدو غوښتنه يې کړې وه.
امنيه قوماندان له رسنيو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د خبرونو په خپراوي کې د دواړو لوريو نظرونه واخلي.
د يادونې ده، چې شاوخوا يو کال وړاندې هم د زابل پخواني امنيه قوماندان وروسته له هغه له خپلې دندې ګوښه شو، چې په سينک کې يې د دوو وژل شوو طالبانو مړي د څېړنو لپاره له قبرونو را ايستلي وو.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن