ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژانده کسانو د قران کريم د نسخو په ګډون لسګونه ټوکه کتابونه وسوځول

ناپېژانده کسانو د قران کريم د نسخو په ګډون لسګونه ټوکه کتابونه وسوځول

author avatar
31 May 2012 - 15:45
ناپېژانده کسانو د قران کريم د نسخو په ګډون لسګونه ټوکه کتابونه وسوځول
author avatar
31 May 2012 - 15:45

مهترلام (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): ناپېژانده وسلوالو تېره شپه په لغمان ولايت کې د ښوونيز نصاب د کتابونو او قران کريم لسګونه نسخې سوځولې دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ناپېژانده کسانو د دې ولسوالۍ د يوه ښوونځي تحويلخانې ته اور اچولى چې په کې د ښوونيز نصاب کتابونه او د قران کريم لسګونه نسخې سوځېدلې دي.

ځواک وايي، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي.

د الينګار ولسوال حاجي الف شاه پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه د سيمې د سراج الاسلام د نجونو په لېسه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې ناپېژانده کسانو د دې لېسې تحويلخانې ته اور اچولى لسګونه د نصاب، ديني کتابونو او د قران کريم نسخې يې سوځولې دي.

ولسوال وايي، چې دغه کار د هېواد د سولې، پوهنې او ثبات د دښمنانو له خوا ترسره شوى او هېڅ مسلمان دا ډول کړنه نه شي ترسره کولى.

د يادونې ده، چې د دا ډول پېښو تور ډېرى مهال پر وسلوالو طالبانو پورې کېږي، خو هغوى د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دا ډول پېښو کې لاس لرل رد کړي دي .

طالبانو نن په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوى په  ښوونيزه لايحه کې ښوونځيو ته ډېره پاملرنه شوې او د واکمنۍ پر مهال يې هم ښوونځي فعال ساتلي وو.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.