ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې د کرکټ لوبغاړي د لاريونونو ګواښ کوي

په پکتيا کې د کرکټ لوبغاړي د لاريونونو ګواښ کوي

author avatar
31 May 2012 - 15:35
په پکتيا کې د کرکټ لوبغاړي د لاريونونو ګواښ کوي
author avatar
31 May 2012 - 15:35

ګردېز (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): د پکتيا د کرکټ لوبغاړي وايي، چې که مرکزي او ولايتي اداره په دغه ولايت کې د کرکټ په برخه کې ستونزې هوارې نه کړي، پر لاريونونو به لاس پورې کړي.

د پکتيا د رود احمدزي لوبډلې کپتان محمدالله احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو اتو کلونو کې چا ورسره مرسته نه ده کړې او اوس يې پتېيلې، چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به لاريونونه کوي.

د هغه په وينا، ولايتي اداره که څه هم وخت پر وخت مرسته ورسره کوي، خو په دې ډول لږو مرستو د دوی ستونزې نه هوارېږي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ تر اوسه پورې ميدان نه لرو، د کرکټ اکاډمي نه شته، له لوبغاړو سره کومه لويه مرسته نه ده شوې.))

په پکتيا کې د عبدالحي ګردېزي لېسې د کرکټ لوبډلې مشر محمدامان پژواک اژانس ته وويل، چې پکتيا د کرکټ په ملي لوبډلو کې ښه لوبغاړي لري، خو بيا هم د کرکټ بورډ له خوا د دغه ولايت د لوبغاړو ستونزې نه دې هوارې شوې.

ده زياته کړه: ((موږ په ملي، اې او د نولس کلنو په لوبډلو کې تکړه لوبغاړي لرو، چې لس تنه دي او په نړيوالو لوبو کې ښه ځلېدلي دي، خو په پکتيا کې د لوبو لپاره کوم لوبغالى نشته.))

د هغه په وينا، له ولايتي ادارې، ولايتي شورا، قومي مشرانو او د ولايت له فرهنګي او مدني ټولنو سره يې خبرې کړي، که چېرې دولت په نږدې راتلونکي کې د دوی د ستونزو هوارۍ ته پام ونه کړي، يو ځای به له هغو سره پر لاريونونو لاس پورې کړي.

د پکتيا کرکټ لوبډلې منېجر نوراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په پکتيا کې د کرکټ لوبغاړي له هېواده بهر د روزنې په موخه ځي.

ده زياته کړه، چې له څه مودې راهيسې يې د لوبغالي لپاره د ځمکې د اخيستو لپاره هڅې پيل کړې، خو مرکزي دولت يې په يوه او بله بهانه کارونه ځنډوي.

د ده په خبره، د دوی ډېر لوبغاړي ګاونډي هېواد پاکستان ته د خپلو تمرينونو لپاره ځي.

نوراحمد وويل، چې د لوبغاړو شکايتونه پر ځای دي او که مرکزي دولت او ولايتي اداره ورسره لږه همکاري هم وکړي، ښايي کرکټ په پکتيا کې نور هم ډېر پرمختګ وکړي.

په پکتيا کې د کرکټ بورډ استازى نيازالله احمدزی د لوبغاړو دغه شکايتونه پر ځای ګڼي او وايي، چې په تېر يو کال کې مرکزي دولت ورسره هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې ولايتي ادارې ورته ٤٠ جرېبه ځمکه د لوبغالي د جوړېدو په موخه دوه کاله وړاندې بېله کړې؛ خو په تېرو يوولسو مياشتو کې په دې نه دي توانېدلي چې د دغه ځمکې رسمي سند واخلي.

ده وويل: ((زه او څو لوبغاړي دا ډېر وخت کېږي چې د کرنې وزارت او اداره امور کې د ځمکې په رسمياتو لګيا يو، وکيلان هم راسره مرسته کوي، خو تر اوسه پورې ښکاره پرمختګ نه دی په کې شوی.))

د هغه په وينا، دا د لوبغاړو حق دی چې لاريون وکړي؛ ځکه چې په سيمه کې د ځمکو غاصبان ډېر دي او هسې نه چې دغه ځمکه هم لاندې کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک اژانس ته وويل، چې دوی د خلکو ستونزو ته په کتو، په روان ۲۰۱۲ کال کې په پام کې لري، چې په ډېرو ولايتونو کې د کرکټ اکاډمۍ جوړې کړي او د زونونو په کچه لوبغالي هم جوړ کړي.

دی زياتوي، چې د دوی چارې له کابل او ننګرهار څخه پيل شوې او د زونونو په کچه يې لوبغالي جوړ کړي او نور هم په پام کې لري چې لوبغالي جوړ کړي.

د هغه په وينا، په پکتيا کې د کرکټ لوبډلې ډېرې پياوړې دي او تکړه لوبغاړي يې ملي لوبډلو ته ورکړي دي.

هغه زياته کړه، چې د ځمکې د رسمياتو په اړه يې کرکټ بورډ بې غوري نه کوي او چارې يې مخ ته بيايي، خو په دولت کې د نه همغږۍ له امله يې چارې يو څه ټکنۍ شوې او ښايي ډېر ژر يې رسمي کارونه سرته ورسېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.