ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې ځانمرګى بريد وشو

په ننګرهار کې ځانمرګى بريد وشو

author avatar
1 Jun 2012 - 17:40
په ننګرهار کې ځانمرګى بريد وشو
author avatar
1 Jun 2012 - 17:40

جلال اباد( پژواک ١٢ غبرګولى ٩١):حکومتي چارواکي وايي ، چې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد وشو، خو مرګ ژوبله نه لري او ددې ولايت په حصارک ولسوالۍ کې يوتن قومي مشر ووژل شو.

د غني خېلو ولسوال خان محمد ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد شوى ځانمرګى بريد نن له غرمې وروسته     ددې ولسوالۍ د ٢٥ مې ويالې په سيمه کې هغه مهال رامنځته شو، چې بهرني او افغان ځواکونه د يو ماين په شنډولو بوخت وو.

دده په وينا،ځانمرګي بريدکوونکي ، چې پلى روان ، غوښتل يې يادو ځواکونو ته ځان ورسوي، خو کله چې يادو ځواکونو ورته د درېدو امر وکړ، هغه موخې ته تر رسېدو مخکې ځانته چاودنه ورکړه.

 دى وايي، چې په دې چاودنه کې يواځې بريدکوونکى وژل شوى او بل څوک نه دي په کې زيانمن شوي.

خو د وسلوالو  طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه ځانمرګى بريد د  اعجاز احمد په نوم د دوى يو تن تر سره کړى چې  له امله يې ١٤ بهرني او ١٢ کورني سرتيري وژل شوي دي .

دغه راز د حصارک ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر محمد نعيم ولاړ پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن  له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو د يادې ولسوالۍ په کلاله سيمه کې د دولت وسلوالو مخالفينو  ددې شورا پر خزانه دار او د سيمې قومي مشر ملک نور رحمان معروف خېل بريد وکړ.

دى وايي ، چې له معروف خېل سره يې زوى هم ملګرى او پر بريدکوونکيو يې متقابلې ډزې هم کړې وې.

سرچينه زياتوي ، چې د نښتې په پايله کې معروف خېل وژل شوى او زوى يې ټپي دى.

دى وايي، چې د معروف خېل زوى روغتون ته لېږدول شوى دى .

د يادې پراختيايي شورا مشر وايي، چې امنيتي ځواکونه د معروف خېل مرستې ته په وخت نه دي رسېدلي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د حصارک له امنيتي چارواکيو سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي،چې تر دې دمه په دې اړه معلومات نه لري.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.