ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانمرګي بريد په فارياب کې دوه تنه ټپيان کړل

ځانمرګي بريد په فارياب کې دوه تنه ټپيان کړل

author avatar
2 Jun 2012 - 13:55
ځانمرګي بريد په فارياب کې دوه تنه ټپيان کړل
author avatar
2 Jun 2012 - 13:55

ميمنه (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): د فارياب د قيصار ولسوالۍ د چهلګزي بازار ته نږدې په ځانمرګي بريد کې دوه پوليس ټپيان شول.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سيد مسعود يعقوبي وويل، چې دغه بريد د يوه کس له خوا، چې پلى روان و، د سهار شاوخوا اته نيمې بجې ترسره شو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو له خوا امنيتي تدابير نيول شوي وو، بريد کوونکي مخکې له دې چې خپلې موخې ته ورسېږي، ځان ته چاودنه ورکړه.

يعقوبي زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوي او خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

د قيصار ولسوال محمدصديق حميدي وويل، چې د بريد کوونکي يواځې پښې پاتې دي، خو د چاودنې په ترڅ کې دوه سرحدي پوليس سرسري ټپيان شوي دي.

هغه ادعا وکړه، چې د ځانمرګي بريد کوونکي موخه د قيصار سيمه ييز چارواکي وو او يوه اونۍ مخکې يې په اړه دوى ته معلومات رسېدلي وو.

د دغه بريد مسؤوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې د روان کال د وري په ١٦مه نېټه د فارياب د مرکز په ميمنې ښار کې د ملي امنيت رياست ته مخامخ د ځانمرګي بريد په ترڅ کې د ٩ ملکي وګړو په ګډون ١٦ تنه ووژل شول او ٢٧ نور، چې ډېرى يې ملکي وګړي وو، ټپيان شول.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.