ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو په مرسته په وانت وايګل کې ٣١ ښوونځي فعال دي

د طالبانو په مرسته په وانت وايګل کې ٣١ ښوونځي فعال دي

author avatar
3 Jun 2012 - 17:18
د طالبانو په مرسته په وانت وايګل کې ٣١ ښوونځي فعال دي
author avatar
3 Jun 2012 - 17:18

اسعداباد (پژواک ١٤ غبرګولى ٩١): د نورستان د وانت وايګل ولسوالۍ، چې له تېر يو کال راهيسې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې ده، خو ښوونځي په کې فعال او زرګونه هلکان او نجونې پر زده کړو بوخت دي.

وانت وايګل د نورستان د مرکز پارون ختيځ ته پرته ولسوالۍ ده چې د کونړ له ماڼوګي ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، دا ولسوالۍ له تېر يو کال راهيسې د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې ده.

د نورستان د پوهنې رييس ډاکتر حسين وايي، چې له نورو رغنيزو کارونو سربېره په دې ولسوالۍ کې ښوونيز بهير تر بل هرڅه ډېر ښه پر مخ روان دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وانت وايګل ولسوالۍ کې ٣١ بابه ښوونځي فعال دي، له دې ډلې د نجونو د يوې لېسې په ګډون پنځه لېسې دي، يو دارالعلوم، يو دار الحفاظ او پاتې نور يې لومړني ښوونځي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو ښوونځيو کې شاوخوا لس زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې څلور زره يې نجونې دي.

د نورستان د پوهنې رييس وايي، چې وسلوالو طالبان ورسره د پوهنې د بهير د پر مخ وړلو په برخه کې ډېره مرسته او همکاري کوي.

هغه زياته کړه: ((په دې برخه کې له طالبانو مننه کوو، چې په مرسته يې په وانت وايګل کې د پوهنې بهير په ښه ډول روان او ښوونځي يې د زده کوونکو پرمخ پرانيستي پرېيښي دي.))

ډاکتر حسين وايي، چې د نجونو په لېسه کې يواځې يوه ښځينه ښوونکې لري، پاتې نور يې نارينه دي.

 نوموړي وويل، چې د وانت وايګل ولسوالۍ له ٣١ ښوونځيو څخه يواځې ١٥يې ودانۍ لري او پاتې نور بې ودانيو دي، چې په جوماتونو او تر خېمو لاندې زده کړې کوي.

 د پوهنې رييس زياته کړه: ((په ټول نورستان کې لويه ستونزه د درسي کتابونو ده چې تر اوسه نه دي ورته رسېدلي.))

 د يادونې ده، چې د افغانستان د پوهنې ميليونونه کتابونه چې په متحده عربي اماراتو کې چاپ شوي، په پاکستان کې بند پاتې دي او پاکستان يې نه پرېږدي چې افغانستان ته يې ولېږدول شي.

 په وانت وايګل ولسوالۍ کې د نجونو د منځني ښوونځي مدير فضل الله بيا وايي، چې زده کوونکو ته يې په خپل کور کې د زده کړې زمينه برابره کړې ده.

 هغه پژواک ته وويل: ((پخوا په کرايي کور کې و، اوس هلته نه ځايېده، اوس مې د خپل کور څو خونې هم خالي کړې او نجونو ته درس وايم.))

 ده هم د کتابونو له نشتوالي شکايت وکړ او ويې ويل، چې تر اوسه دوى ته هېڅ کتابونه نه دي ورغلي.

 فضل الله وايي، چې په شخصي لګښت يې څو کتابونه اخيستي او پر څو زده کوونکو يې وېشلي دي.

 د نورستان د ولايتي شورا غړى قاضي عنايت الله مذهبيار هم وايي، چې په وانت وايګل ولسوالۍ کې معارف فعال دى او د طالبانو له خوا هېڅ ستونزه نه رامنځته کېږي.

 نوموړي هم په دې ولسوالۍ کې د کتابونو او مسلکي ښوونکو له نشتوالي شکايت وکړ.

 په ولسې جرګه کې د نورستان د خلکو استازې پروين نورستانۍ هم وايي، چې په وانت وايګل کې ښوونځي فعال دي، خو نوموړې هم د کتابونو او ودانيو له نشتوالي شکايت وکړ.

 پروين وايي، د نورستان په هره برخه کې ستونزى ډېرې دي خو د دولت او د نورستان ولايتى ادارې له خوا معارف ته هېڅ پاملرنه نشته.

 پروين زياتوي، همدا لامل دى چې سږ کال د نورستان د مرکز په ګډون د اته ولسواليو له لېسو څخه په کانکور ازموينه کې يو سل او نهه زده کوونکو ګډون کړى و، چې يواځې عالي او نيمه عالي تحصيلاتو ته څلورو ځوانانو او يوې نجلۍ لاره پيدا کړې ده.

 وسلوالو طالبانو څو ورځې مخکې په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې دوى به هغه چا ته سزا ورکړي، چې د ښوونځيو په سوځولو او يا هم د نجونو په مسمومولو کې لاس لري.

 طالبانو په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوى په ښوونيزه لايحه کې ښوونځيو ته ډېره پاملرنه شوې او د واکمنۍ پر مهال يې هم ښوونځي فعال وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.