ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو پېښو کې ٧ وسلوال طالبان وژل شوي

په بېلابېلو پېښو کې ٧ وسلوال طالبان وژل شوي

author avatar
4 Jun 2012 - 14:59
په بېلابېلو پېښو کې ٧ وسلوال طالبان وژل شوي
author avatar
4 Jun 2012 - 14:59

اسعداباد-غزني-ګردېز (پژواک ١٥ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د کونړ او غزني ولايتونو په بېلابېلو پېښو کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند دويم څارن شېرولي د غبرګولي په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ماڼوګي ولسوالۍ په صبريو ناو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله يو طالب قوماندان له خپل يوه ملګري سره ووژل شو.

د هغه په وينا، طالب قوماندان مولوي نورمحمد نومېده چې له خپل يو ملګري سره وژل شوى دى.

خو په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر بيا وايي، تېره شپه يې د ماڼوګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوايي بريد کړى او شاوخوا پنځه وسلوال په کې وژل شوي دي.

دغه راز چارواکي وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

په غزني د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا د وياند مرستيال محمدنظيف سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو ځواکونو نن د قره باغ ولسوالۍ د باران کلا په سيمه کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه وسلوال وژل شوي دي.

د ده په خبره، له وژل شوو وسلوالو طالبانو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم د دوى د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغې پېښه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې اووه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د يو بل خبر له مخې، ايساف ځواکونه وايي، چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې يې عمليات کړي او يو شمېر وسلوال طالبان يې وژلي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه يې په زرمت ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو شمېر وسلوال وژلي، خو کره شمېر يې نه ده په ډاګه کړى.

د زرمت ولسوال ګلاب شاه بيا پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې تېره شپه په زرمت ولسوالۍ کې پر وسلوالو طالبانو بهرنيو ځواکونو هوايي بريد وکړ، چې له امله يې درې وسلوال ووژل شول.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو د دغو درېيو واړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.