چغچران(پژواک١٥غويى٩١): دغور امنيتي چارواکي وايي، له تېرو درېيو ورځو راهيسې ددې ولايت په پساوند ولسوالۍ کې پوليس او سيمه ييز خلک د وسلوالو طالبانو پر وړاندې په جګړه بوخت دي .
د غور امنيه قوماندان سمونوال دلاورشاه دلارو نن مازيګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې جګړه کې له ٥٠ پوليسو سره ١٥٠ د سيمې خلک ملګري دي .
دده په وينا، په دې جګړه کې تردې مهاله پنځه وسلوال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي، خو امنيتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
دلاور د ټپيانو په اړه څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه، چې د وژل شويو طالبانو جسدونه د امنيتي ځواکونو لخوا د سيمې مخورو ته سپارل شوي دي.
دده په وينا، پوليسو هغه مهال پر طالبانو بريد وکړ، چې د هلمند له باغران ولسوالۍ څخه يو شمېر طالبانو د غور له طالبانو سره په ګډه د پساوند پر ولسوالۍ بريد ته چمتو والى نيوه.
دلاور وايي، چې د طالبانو د شمېر په اړه معلومات نه لري.
طالبانو هم تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
د غور پساوند ولسوالي له مرکز چغچران څخه ١٢٠ کيلومتره لرې پرته ده او د هلمند له باغران ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن